غزل
نصرت الهام

څــــه دي ښـــه او څـــه دي بـــد د زنــــدګــــۍ
رانـــــه ورک مــــې دى مقــــصد د زنـــدګــۍ

يــــــا چــــې دا هــــواګــير زړه راســره نــه وى
يــــا قــــيدي نــــــه وى د حــــد د زنـــــدګــــۍ

بس سهار شي او ماښام شي او کال تېروي
ســـــره، نــــۀ شــــومــــه، بــــلد، د زنــــدګۍ

څــــوک د ژونـــد پـــه يــوه ټــکي خبر نه دى
څــــوک خـــــبر پــــه شــــد او مـــد د زندګۍ

دا لا ښـــه ده چـې مرګ شته دى په دنيا کې
جـــــبر نــــشـــــته دى ابـــــد د زنــــــدګــــــۍ

د الله پــــه امـــــتحـان کــــې ګـــېرېــــدل دي
چـــــې لـــــګـــــيا يـــــمه پـــــه رد د زنــدګۍ

الـــــهام پــــوى دى پــه خـوروورو رازونـــو
د مــــســــلم او د مــــرتــــــد د زنـــــدګــــــۍ