خپل زوي ته د لقمان حکيم له ويناوو څخه!
په ډيرو نبيانو وګرځېدم او له هغوى نه مې اته (۸) حکمته زده کړل:
۱. کله چې لمونځ کوئ، خپل زړه وساتئ!
۲. کله چې په يو مجلس کې ياست، خپله ژبه وساتئ!
۳. کله چې د خلکو په کورونو کې ياست، خپلې سترګې/نظر وساتئ!
۴. کله چې خوراک کوي، خپله معده وساتئ!
دوه شيان هيڅکله مه يادوئ!
۵. له تاسو سره د نورو خلکو بدي .
۶. او له نورو خلکو سره ستاسې نيکي .
دوه شيان هيڅکله مه هيروئ!
۷. الله جل جلاله
۸. او اخرت
الهام نيازی
29.01.2009
- نصرت الهام
اوس له هغو خلکو نه يې
اوس له هغو خلکو نه يې چې په زړه کې مې اوسېږي اوس ته هغه پاتې نه يې اوس بلا يې بدل شوى اوس دې هغه رڼا نشته اوس دې هغه ښکلا نشته اوس له هغو خلکو نه يې چې په زړه کې مې اوسېږي
تا زما له زړه نه کډه کومې بلې خواته وړې اوس دې کور په زړه کې نشتهاوس اوسېږې په بنګله کې د ژوندون په هد...
01.02.2009
- نصرت الهام
غزل نصرت الهام
څــــه دي ښـــه او څـــه دي بـــد د زنــــدګــــۍ رانـــــه ورک مــــې دى مقــــصد د زنـــدګــۍ
يــــــا چــــې دا هــــواګــير زړه راســره نــه وى يــــا قــــيدي نــــــه وى د حــــد د زنـــــدګــــۍ
بس سهار شي او ماښام شي او کال تېرويســـــره، نــــۀ شــــومــــه، بــــلد، د زنــــدګۍ...