اوس له هغو خلکو نه يې

اوس له هغو خلکو نه يې
چې په زړه کې مې اوسېږي
اوس ته هغه پاتې نه يې
اوس بلا يې بدل شوى
اوس دې هغه رڼا نشته
اوس دې هغه ښکلا نشته
اوس له هغو خلکو نه يې
چې په زړه کې مې اوسېږي

تا زما له زړه نه کډه
کومې بلې خواته وړې
اوس دې کور په زړه کې نشته
اوس اوسېږې په بنګله کې
د ژوندون په هديره کې
اوس له هغو خلکو نه يې
چې په زړه کې مې اوسېږي

ستا پرځاى يو بل راغلى
په بنګلو کې يې زړه تنګ دى
دا په مينه هم پوهېږي
له نفرت سره په جنګ دى
دا زما د زړه جونګړه
اوس پدې ښکلي رڼا ده
اوس هم هغسې ژوندون دى
اوس هم هغسې دنيا ده
ته چې چېرته هم اوسېږې
خوشحالي دې په نصيب شه
خو له هغو خلکو نه يې
چې په زړه کې مې اوسېږي
او په زړه مې راورېږي

فرهاد هلمند