تريخ حقيقت

تر څوبه له ترخوحقيقتونو
د خيال غېږې ته تښتم؟
ترڅوبه هره اوښکه پاکومه په دې هيله
چې د دې اوښکې لمن به مې
خوږې مسکا نيولې وي
خو بيا شي راروانه
مې له سترګې يوه اوښکه
او له ځانه سره راوړي
د غمونو نوی زېری
تر څوبه له ترخوحقيقتونو
د خيال غېږې ته تښتم؟
ترڅو؟؟؟

طوبى ندا صافۍ