هر مسلمان دې ولولي!
حفيظ الله جمال كويټ

samoon_s2000@yahoo.com

ايا! تاسو د خپلو خويندو ميندوپه غم نه دردېږئ؟
ايا ! لاسونو كې مو بنګړي اچولي ؟
ايا ! نران نه ياست؟
ايا ! مسلمانان نه ياست ؟
ايا ! د قيامت په ورځ به د الله (جل جلاله) مخ ته نه ودرېږئ؟
ايا ! تاسو بيت المقدس خپله قبله نه بولئ؟
ايا ! ټول مسلمانان سره داسې نه دي لكه يو جسد؟
ايا ! ته د هغې مسلمانې خور آواز  نه اورې، چې وايي ما باندې امريكايان په ورځ كې څوارلس ځله جنسي تيرى كوي او ته د بې غمۍ په خوب ويده يې؟
ايا ! تا د بې رحمه امريكايانو بمبارئ هېرې كړې، چې د ناوې او زوم په ګډون يې د سور سالو په ځاى ورته په ټول واده د وينو سور څادر وغوړاوه؟
ايا ! تا د كابل بې ګناه خلك ونه ليدل چې امريكني بدماشان يې په رڼا ورځ په ګاډو ور وختل؟
ايا ! ته د ګوانتانامو او د باګرام د بندي خويندو، علماؤ، حافظانو، او د وطن د تنكيو ځلميانو اوازونه نه اورې چې د بې رحمه امريكايانو لخوا ځوريږي؟
ايا ! تا دې خپل هېوادوال ونه ليدل چې په هره مظاهره، هر بمبار كې په لسګونو تنه ووژل شول او لا هم وژل كېږي؟  د دې بې ګناه افغانانو د وينو هيڅ قدر و قيمت نشته؟
ايا ! تا ونه ليدل چې دې امريكايانو او يهودو زمونږ د خوږ پېغمبر صل الله عليه وسلم بې عزتي او بې حرمتي وكړه؟
ايا ! تا ونه ليدل چې زمونږ پاك كتاب (قران) يې په ګندګيو كې وغورځاوه او په مرميو وويشت؟
ايا ! اسلامي حكومت همداسې وي، چې مسلمان خپله مسلماني پرېږدي او بغېر د سزا او جزا څخه عيسويت يا نصرانيت ته واوړي؟ (لكه مرتد عبدالرحمن) او يا اسلامي دين او اسلامي احكامات تحريف كړي؟ (لكه غوس زلمى).
ايا ! اسلامي حكومت او خپلواك حكومت همداسې وي، چې د يو هېواد اولسمشر دې امريكايانو ته زارۍ كوي چې زمونږ په هېوادوالو بمباري مه كوئ؟
ايا ! خپلواكه ملي اوردو همداسې وي، چې په څو، څو واره د امريكايي داړه مارانو لخوا بمبار شي او په مړي يې څوك جنازه هم ونه كړي؟
ايا ! د اسلامي حكومت قاضي همداسې وي چې د خپل هېواد د ازادۍ په خاطر دې د يو سپېڅلي مجاهد په سر د اعدام (مرګ) سزا وركړي؟
ايا ! تاسو د علماء سوء په ويناګانو او بې دليله فتواګانو غوليدلي نه ياست؟
ايا ! دقران په تا سو همدومره حق دى چې په يوه مظاهره اكتفاء وكړئ؟
ايا ! د اسلامي دولتونو نومونه تش په نوم اسلامي دولتونه نه دي، كه اسلامي وي ولې په دې ټولو اسلامي شعائرو يې سترګې پتې كړي؟
ايا ! د اسلامي دولت فرهنګيان همداسې وي، چې يو مور دې د خپل ځوى د كفن پيسې نه لري، هره ورځ دې بې ګناه مسلمان قتل كېږي، هره ورځ دې په بې دفاع اولسونو د قيامت ورځ تېرېږي او دا دې سرې شونډې او ګودرونه ستايي؟
ايا ! د يو اسلامي هېواد امنيت او اسلاميت همداسې وي چې امريكايي پليتان دې په توره شپه د كور په انګړ كې د يوې عزتمندې خور په عزت لوبې كوي؟ او بې غيرته ګوډاګيان (ميلي اوردو) دې بيا هم د امريكايانو په خدمت كې لګيا وي او د يوې مظلومې مور شور او فرياد دې نه اوري؟
ايا ! دموكراسي د انګرېز پليت قانون نه دى؟ چې د خپل سپېڅلي اسلام نه مو اړوي؟
ايا ! زمونږ ټول واك د غلامانو په اصطلاح د ميلمنو “امريكايانو” په لاس كې نه دى؟
ايا ! تجار همداسې وي چې د بې رحمه پليتو امريكايانو وسلې او مهمات دې د خپلو سپېڅلو بچيو د مرګ او وژنې لپاره د امريكايانو اډو ته انتقال كړي؟
ايا ! تاسو د سپېڅلي قران پاك دا ايت نه دى اورېدلى چې الله جل جلاله فرمايي: (يا ايهاالذين امنوا لا تتخذالكافرون اولياء من دون المؤمنين) ترجمه ( اى د ايمان والاو مه نيسئ كافران په دوستۍ سره، غير د مسلمانانو نه).
ايا ! د يو مستعمره شوي هېواد په مسلمانانو باندې د وطن د ازادۍ په خاطرجهاد كول، داسې فرض نه دي لكه لمونځ او روژه؟
ايا ! په دې پوهېږئ چې د يو فرض عين حكم د نه ادا كولو په صورت كې څه سزا ده؟
ايا ! دا هماغه زمانه نه ده چې پاك پېغمبر صلى الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي دي: ( چې د اسلام نه به سكروټه جوړه شي، كه لاس كې يې نيسې سوځېږې او كه غورځوې يې كافر كېږې).
هو! هر مسلمان چې ځانته مسلمان وايي د دې ټولو سوالونو په ځواب ښه پوهېږي، خو زه دې مسلمانانو ته وايم چې هر مسلمان دې په خپل ګرېوان كې فكر وكړي چې په پورتنيو سوالونو باندې يې تر كومه پورې عمل كړى.
او په ظاهره خو د مسلمانانو حال دا څرګندوي چې په سلو كې اويا فيصده مسلمانانو خپل مسؤليت نه دى ادا كړى او په دې اويا فيصده مسلمانانو كې پنځوس فيصده بالعكس د كفارو په خدمت كې لګيا دي.
او دا ټول هغه څېزونه دي چې د جهاد پورې تړلي دي، نو ټول مسلمانان بايد د زړه له كومې د مجاهدينو سره مرسته او كومك وكړي، ترڅو د حشر په ورځ د الله جل جلاله په وړاندې مختورن نه شي او د هغه دردوونكو عذابونو څخه ځان وژغوري.
مجاهدين د مسلمانانو پوځ او اردو ده چې په ټوله نړۍ کې بايد مسلمانان ورسره مرسته وکړي کنه نو د مسلمانانو د ښمنان به د نړۍ په هره برخه کې د خپلو پليتو پوځونو او بمونو په زور له مسلمانانو سره زور زياتى همداسې جاري ساتي . مسلمانان بايد خپل ځان وپېژني او خپل دښمن هم .