بې ځوابه پوښتنه!!!

د نړۍ له خلکو څخه وپوښتل شو، چې

په نورو هيوادونو کې د خوراکي توکو د کمښت د حل لارې په اړه خپل نظر په ريښتينې ډول بيان کړﺉ؟

په زړه پورې خو دا وه چې هيچا هم ځواب ور نه کړ، ځکه چې:

په اسيا کې څوک نه پوهيدل، چې \"نظر\" يعنې څه؟
په ختيځه اروپا کې څوک نه پوهيدل، چې \"رښتيا\" يعنې څه؟
په لويديځه اروپا کې څوک نه پوهيدل، چې \"کمښت\" يعنې څه؟
او په امريکا کې څوک نه پوهيدل، چې \"نور هيوادونه\" يعنې څه؟

الهام نيازى