ادبي ، هنري


ځواکمن !

                 ځواکمن ! يوه ورځ يو سنګتراش هغه څوک چې ډبرې توږي، له خپل کار نه خپه او ناراضه په داسې حال کې چې د کمترۍ احساس يې کاوه، د يو سوداګر د کور له څنګه تېرېده، په زړه کې يي وګرځېدل چې دا سوداګر څومره ځواکمن او خوښ دی، هيله يې وکړه چې کاش دی هم سوداګر وای.په يوه لحظه کې

24.03.2010 نصرت الهام

د جلال امرخېل وروستی ليک

 وروستی ليک ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم سلامونه او مينه ګرانې ! دا دومره وخت مې چې ليک نه درلېږه په دې معنا نه چې خدای مه کړه ستا د هغه دردوونکي ليک د جواب لپاره مې وخت نه درلود ، وخت ښه پرېمانه و ؛خو هره شېبه ستا په سر له خپل زړه او ضمير سره په جنګ اخته وم ، اخر مې هم فيصله د دروېش دران

15.11.2009 نصرت الهام

حميده پکتيانۍ د کلېمې په مانا شاعره ده

   حميده پکتيانۍ د کلېمې په مانا شاعره دهليکنه : شرر ساپیحميده پکتيانۍ د پښتو ژبې د ځوان کهول خوږ ژبې شاعره ده، پلارنۍ ټا ټوبی يې د پکتيا ولايت دی او اوس د لرې پښتونخوا په پېښورښارکې د مسافرۍ شپې ورځې سبا کوي دپکتيانۍ له شعرونو سره د مېرمنو افغان ادبي بهير له برکته اشنا شوم پکتيانۍ د شعر ليکلو ډېرښکلی او زړه راښکونکی ذوق لري شعر يې ډېر روان او د لفظی ا

28.07.2009 نصرت الهام

بې ځوابه پوښتنه!!!

         بې ځوابه پوښتنه!!! د نړۍ له خلکو څخه وپوښتل شو، چې په نورو هيوادونو کې د خوراکي توکو د کمښت د حل لارې په اړه خپل نظر په ريښتينې ډول بيان کړﺉ؟ په زړه پورې خو دا وه چې هيچا هم ځواب ور نه کړ، ځکه چې: په اسيا کې څوک نه پوهيدل، چې \"نظر\" يعنې څه؟ په ختيځه اروپا کې څوک نه پوهيدل، چې \"رښتيا\

28.01.2009 نصرت الهام

هوا ! / نعمان دوست

هوا ! زاري ده نوره مه سړېږه !زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه نور دسړو سيليو تا ب نه لري هسې له عمر نه زلمي ښکارېږي په خدايږو ختم دي شباب نه لري هوا ! منت کوم سړه چې نه شې !زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې بس ديوې مړۍ ډوډۍ له پاره په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي هوا !وړنده خونه يې وګوره ته !له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه پر سړکونو کونډې بورې ناستې پر سړه زمکه يې بچوڼ

14.01.2009 نصرت الهام

د چرچیل ځواب

      د چرچیل ځواب وایي چې یوه ورځ چرچیل په داسې یوه نرۍ لاره تیریده چې په اسانۍ سره د دویم کس  تېریدل شونی  نه وو .  په همدې وخت کې د هغه یو سیاسي سیال له مخامخ لوري را روان وو ، خو چې نږدې شول ، نو سیال یې نه غوښت چې لاره ورپریږدي  .  چرچیل ته یې مخ کړه او وویل : زه به هیڅکله ګوښی نشم  څو یو احمق سړی دې زما له خوا تیر شي .چرچیل په داسې حال کې چې ځان یې څنډې ته کاوه او غوښتل یې چې هغه ته ل

11.01.2009 نصرت الهام

پور - ژباړه شوکت يعقوبي

                     پور ژباړن - شوکت يعقوبي هغه چې نن ډېر ستړی له کاره راغی، نو دروازې سره يې خپل کمکی زوی وليد، چې په تمه يې د انتظار شېبې شماري .ماشوم چې څنګه خپل پلار وليد نو مخې ته يې ورمنډه کړه : سلام پلار جانه، يوه پوښتنه کولای شم ؟پلار يې په مينه ځواب ورکړ : حتماً، ولې نه !ماشوم چې دخپل پلار لاس يې په خپلو

14.12.2008 نصرت الهام

د بلګېټس زوم

           د بلګېټس زومپلار -  زړه مې غواړي پخپله خوښه جلۍ درته وکړم .زوی   - نه، زه غواړم چې پخپله خوښه ځان ته د ژوند ملګرې انتخاب کړم .پلار  - خو ما چې څوک درته غوره کړې، هغه د بلګېټس لور ده .زوی - ښه، که داسې وي نو بيا خو سمه ده . پلار يې  بلګټس ته ورځي  او ورته وايي :- ښاغليه ! د لور د راتلونکي په اړه دې څه فکر کړی ؟ بلګټس- هغ

01.12.2008 نصرت الهام

خپلو ماشومانو ته يې پرنټ کړئ !

         د ماشومانو حساب

30.10.2008 نصرت الهام

ذوقي تجربه ! / مصطفى سالک

            ذوقي تجربه ! مصطفى سالک شاعره ! په سندره کې ستا برخه هم هغه سرور و، چې د تخليق په وخت کې دې جذب کړ او يو مرموز لذت دې د ذوق کنډول لبرېز کړ . آيا له نورو نه د خپلو سندرو ستاينه غواړې ؟ ولې ؟ په خپله ذوقي تجربه ايمان نه لرې ؟

19.10.2008 نصرت الهام

ځان څنګه ښکلى کړو ؟

       ځان څنګه ښکلى کړو ؟ارش ننګيال تر دې دمه لا د ښکلا پېژندنې لپاره کوم معيار نه دى ټاکل شوى او نه هم د تعريف په تنګ چوکاټ کې ځايېدلى شي، ښکلا يوه الهى ورکړه او پېرزوينه ده، هر څوک د ښکلا لېواله وي ښکلا غواړي او هڅه کوي تر څو ځان ښکلى کړي، د طبيعي ښکلا د ترلاسه کولو توان نه په انسانانو کې شته او نه هم په اوسنۍ ټکنالوژۍ کې خو مصنو

27.08.2008 نصرت الهام

واده ! / ټلويزيوني ډرامه

ټلويزيوني ډرامه   واده !   ارش ننګيال

12.08.2008 نصرت الهام

خدايه داڅه په زورور جانان ... خاطره

   خدايه دا څه په زورور جانان دې واړولوم خاطره ارش ننګيال نه په زور دى نه په زردى  او نه هم په زاريو، چې کله راځي نو نه غم ګوري نه ښادي، نه خوب او نه ويښه، لکه ماغوندې هغه هم د ژوند ناخوالو لېونى کړى، کله ديود ښادۍ زېرى راوړي، کله د بل دسلګيو اوساندو ډالۍ، کله خو د جانان د بې پايه خوښۍ او يا هم دفراق په خوندونو او غم کې بې حاله وي او کله دومره خوښ وي چې له ځانه پرته هرڅه يې له ياده وت

27.07.2008 نصرت الهام

ماشومانو ته د کيسو ويل / آرش

   ماشومانو ته د کيسو ويل  د نړۍ نامتو اروا پو هانو ويلي : چې ماشومانو ته د کيسو لوستل يا ويل د هغوی د مغز د تکامل سبب کېدلی شي، ماشومانوته د کيسو ويل سر ه ددې چې د خپل پلار او مور غږونو سره بلديږي.  خبرې کول هم زده کوي ،او کلمې سمې او بشپړه ادا کولی شي، کيدای شي چې يو شمېر خلک په دې اند وي چې ماشومان خو په هيڅ نه پو هيږي او نه متوجه کيږي نو ولې  ورته کيسې ووايو،حال دا چې د ماشومانو ماغزه زده کړې او منلو ته تيار وي، هغوی دا خوښ

18.06.2008 نصرت الهام

افتتاح

راليږونکی :دوستد راليږونکي پته :numandost75@yahoo.comنيټه : 23-03-2008 افتتاح ليکه خلک ولاړ وو ، يو تن چې نيکټايي په غاړه کې ټالۍ وهلې له چاکليټو او شيرينيو ډک پتنوس په لاس کې نيولى و او مخکې وروسته کېده . مخامخ يو سره پټۍ بنده وه، رييس صاحب چې تورې عينکې يې تندي ته پورته کړې وې ، تازه يې له خولې سګرټ وغورځو او له نورو رامخکې شو : حاضرينو ! هميشه د موسسو او انجوګانو په فعاليتونو نيوکې کېږي ، يو شور ګډ دى چې انجوګانو وطن

25.03.2008 نصرت الهام

محمد عيسى جانان ، تکړه ممثل شاعر او ليکوال

محمد عيسى جانان ، تکړه ممثل شاعر او ليکوال   محمد عيسى جانان ، د کابل ولايت  د ده سبز ولسوالۍ   دى ، د کابل د پولى تخنيک نه يې د دپلوم انجنرۍ سندر اخيستى دى .يو تکره اکټر او اداکار دى ، د خپل مسلک انجرۍ د کارونو تر څنګ په خپلو هنري کا رونو بوخت دى . د کونډۍ زوى ډرامه چې په شادګل مشهوره ده په هغې ډرامه کې هم کله چې شادګل يو هوټل ته ننوځي نموړي پکې د هوټلي د شاګرد رول لري .  (( چې د ماما اوزه دې ده زما په سر يې و

15.01.2008 نصرت الهام

د هارون باچا سره دوه مرکې !!!!

  اول به کله کله غم و  هارون باچا سره مرکه د مينې مجلې نه په مننه www.tolafghan.com/thanda اول به کله کله غم و ... پورته تګ د محبت او مينې په وزرونو کېږي نورالحق حداد   درنو لوستونکو هارون پاچا ؛ خو تاسې  پېژنۍ، ه

26.12.2007 نصرت الهام

د اوښکو موسکا (( د اوښکو موسکا )) کتاب نه

    د اوښکو موسکا مصطفى سالک يو دبل په ضد ښه خبروو، خو بيا رانه جگړه تر دې کچه و غزېده، چې دنوې لارې د انتخاب خبره مې ورته وکړه نو په حيرت يې راوکتل ، داسې لکه د تل لپاره چې روان يم ؛ لکه خونړي جنگ ته د تللو اراده چې مې کړې وي ، په مات زړه او رپا

10.12.2007 نصرت الهام

پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه

پام کوهماشی ته ګوتی مه وروړه           ځواب څو کا له وروسته مې د خدای بښلي اسحاق ننګيال صيب د شعرونو غونډ راواخيست اوږده شيبه مې د کتاب په مخ  د روان سيند څپو سترګې نيولې

19.11.2007 نصرت الهام

کليشه ( استاد اسد الله غضنفر )

کليشهاستاد اسد الله غضنفر له (( پسرلى )) مجلې نه په مننه اخبارونه د کليشو ځالې دي. زمونږ په ليکنو کې وژنې بې رحمانه او کمينونه ناځوانمردانه وي .معلومه نه ده چې په رحم سره وژنې او په ځوانمردۍ سره کمينونه په څنگه وي؟ زمونږ په نثرونو کې غرونه دنگ وي، سيندونه څپاند وي ، خاوره سپېڅلې وي، تاريخ

29.10.2007 نصرت الهام

دشعر په اړه

دشعر په اړه پښتون دشعر په اړه پوهانو رنګا رنګ اندونه وړاندې کړي چې همداددې ثبوت دى چې وايي (  دتغزل تعريف که هر څومره ښه وشي  دتغزل سره ظلم دى خوزه بياهمداخبره دشعر اوشعريت په برخه کې هم کوم چې که هرڅومره هراړخيز ياپه بله اصطلاح جامع اومانع تعريف يې وشي نو دشعر اوشعريت سره به ظلم شوى وي . مخکې مې يادونه وکړه چې دشعر په اړه پوهانو مختلف اندونه وړاندې کړي چې زه يې په بيا تکرار ستاسې وخت نه نيسم . خوزه بياوايم چې شعر (تسبې)

28.10.2007 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more