ټلويزيوني ډرامه واده ! ارش ننګيال
جاويد:
ځوان ښاري عصري دريشي کړی هلک دی چې ددېرشو په شاوخوا کې عمر لري
نثار :
داهم ښاري ځوان دی چې ددېرشو په شاو خواکې عمر لري دريشي يې اغوستې او واده نه لري
کمره د لمړي ځل لپاره جاويدښيي چې د ميز تر شا لاس تر زنی ناست دی .
(در وازه ټکيږی)
جاويد :
(په لوړ غږ ) مهربانی !
نثار :
(راننوځي ) اجازه ده .
جاويد:
(په حيرانۍ ولاړيږي ، مخې ته ورځې او ستړې مشې کوي ) او هو جاويده ته له کومې خوا ؟ را ځه دلته کينه مهربا نې!
جاويد:
ته څنګه يې کور کلی ښه دى .
نثار:
شکر ته څنګه يې؟
جاويد:
مننه ښه ده چې ومې ليدې.
نثار :
(په خوښی ) ښه دا ووايه چې څنګه يې ژوند څنګه تيريږي.
جاويد :
( په ارامۍ او په سړه سينه ) بس شکر دی تېريږي خپل حال وايه .
نثار :
( په ارا می ) په هر حال يې شکر ( په مسکا) او رښتيا واده دې مبارک،ځه ښه شو چې ار مان دې پوره شو اوس خو به خوشاله يې که څنګه ؟
جاويد :
( په خواشينۍ) خوشاله خو به ته يې چې واد ه نه ولرې .
نثار :
( په حيرا نۍ ) ولې ، ولې ؟ څه خبره ده والکه (په مکس ) لکه چې وريندارې درته څه ويلي دي که څنګه؟
جاويد :
( په خواشينۍ ) ولا څه ووايم، له واده وړاندې ما فکر کا وه چې له ما به بل خوشبخته نه وي، په تېره هغه وخت چې نا مزاد وم .
نثار :
( په حيرانۍ ) هو هو! هر وخت به د ې د خپلې نا مزادې صفت کولو
جاويد :
( په خواشينۍ ) ته پو هېږې چې له واده وړاندې به مې له فر شته جانې سره څه ډول خبرې کولې.
نثار :
نه ته يې ووايه !
جاويد:
هغه وخت مې داسي خبري کولي
بله صحنه
(( په يو پارک کې سره ناست وي -- کمره فرشتې او جاويد ته ورو،ورو نيژدې کيږي او هغوى د خبرو په حالت کې ښکاري ))
جاويد :
( په خوښۍ) ستا دسپوږمۍ په شان څېرې نه زما سترګې بله خوا نه اوړي .
فرشته :
( په خندا ) ته هم زما په شان يې ! ته ډير خوږ يې !
بېرته لمړۍ صحنه
جاويد :
( په پخوانی ځای کې ناست وي ) او اوس يو بل ته څه وايو پوهيږې؟
نثار :
( يواځې شونډې بوڅې کړي ، يانې نه ) .
جاويد :
اوس يوبل ته داسې وايو .
بله صحنه
((جاويد او فرشته په يوه کوټه کې په داسې حال کې ولاړ ښودل کيږي چې يو بل ته په قهر ګوري، فرشته ترې مخ بله خوا اړوي ))
جاويد :
( په قهر )له مخې مې ليرې شه تاته په کتو را باندې سر ګر ځي .
فرشته :
( په قهر ) کېنه شو ده، له څېرې دې سړی وېرېږي.
بېرته لمړۍ صحنه
((نثار جاويد ته غوږ وي يوه شېبه چوپتيا ))
جاويد :
( په ارامۍ ) له واده نه مخکې چې به خسر کره لاړم نو هغې ته به مې داسی ويل
بله صحنه
((کو ټه کې جاويد اوار کړي دسترخوان ته نا ست وي، چې فرشته له يو پتنوس سره را ځي))
جاويد :
( په خوښی ) ستا په لاس پخه کړې ډوډۍ چې څومره وخورم نه مړېږم، دا ستا په لاس کې څه جادو دى .
فرشته :
( په خوښۍ ) ستا د خوښې خواړه پېژنم .او په مينه، مينه يې درته پخوم.
بېرته لمړۍ صحنه
نثار :
( په ارامۍ ) اوس دې لکه چې د هغې دلاس خواړه نه خوښيږي
جاويد :
( اسويلی کا ږي) اوس داسې ( خبره هم نيمه کې غوڅېږي او بله صحنه پيل کېږي )
بله صحنه
(( دستر خوان اوار وي خو جاويد په غوسه پاڅيږي ))
جاويد :
( په قهر ) له دې ډوډۍ پخولو نه مخکې مې چې دا دواړه لاسونه درته پرې کړي وای نو اوس به دې داسې بې مزې خواړه راته په مخکې نه ايښودای.
فرشته :
( په قهر ) دا لاسونه په رښتيا هم د پرې کولو دي چې تا غوندې بنيادم ته ډوډۍ پرې پخوم .
بيرته لمړۍ صحنه
نثار:
( حيران ناست دى اولاس يي تر زنې لاندې ايښی دى)
جاويد :
( په ارامۍ ) نثارجانه! مخکی به يې ما د ښکلا ستا ينه کوله، بس ګډې وډې به مې ويلې !
بله صحنه
((فرشته هندارې ته ولاړه وي او خپل ځان سينګاروي جاويد يې شاته ودريږي))
جاويد :
( په خندا ) هندارې ته مه ګوره چې ستا د حسن له زوره به اور واخلي او زره زره به شي.
فرشته :
( په ويښتانوکې لاس وهي ) په رښتيا تاته همدوره ښکلې ښکارم ؟
جاويد:
لکه سپوږمۍ.
بېرته لمړۍ صحنه
نثار :
( په حيرانتيا ) تا سو خو يو بل سره ډېره مينه درلوده اوس نو ولې؟
جاويد :
( په ارامه غږ) له واده وروسته بيا داسې نه وي .
بله صحنه
((جاويد دددر وا زې په خوله کې ولاړ او فرشته هندارې ته ګوري ))
جاويد :
(په قهر ) يو سا عت کيږي چې ولاړ يم بو ټونه مې را که، اينې ته مه ګوره هغه به وايي داڅه بلا ده چې مخ مخ ته مې کيږي.
فرشته :
( په قهر ) زه خو دې څه مزدوره نه يم ،شهزادګيه!
بېرته لمړۍ صحنه
((جاويد نثار ته يو ه پيا له چاى اچوي ))
نثار :
( په حيرانۍ ) زما خو هيڅ با ور نه کيږي .
جاويد :
( په ارا مۍ ) ته غوږ شه زوروره !
بله صحنه
((کورکې فر شته ويښتان شا نه کوي ))
جاويد :
( په خندا ) ستا د تورو زلفو شپې ډېر ې ښکلې دي
فر شته :
( په خندا ) ستا ستر ګې ښکلې دي زړګيه!
بېرته لمړې صحنه
نثار : ښه اوس ورته څه وايي ؟
جاويد : اوس داسې ورته وايم
بله صحنه
((فرسته په چوکۍ ناسته وي ويښته يې په مخ پراته وي ))
جاويد :
(په قهر ) دا ويښتان دې سم که ځان نه دې شيشکه جوړه کړې .
فرشته :
( په قهر ) مخ نه مې لرې شه چې ډارېږم ودرنه ( لېوه)
بيرته لمړۍ صحنه
جاويد :
وه وروره دايې لا څه کوې دا وګوره مخکې به يې راته ويل .
بله صحنه
(( د کور خونه ،جاويد او فرشته په خونه کې يو بل ته مخا مخ ولاړ وي))
فرشته :
( په خندا ) زما او ستا د ملا قات شېبې څو مر ه ژر تېرېږي .
جاويد :
( په خندا ) زه خو وايم چې په قبر کې هم يو ځاى اوسېداى .
بېرته لمړی صحنه
نثار:
(له جاويد نه په حېرانۍ پو ښتنه کوي) جاويده اوس څنګه؟
جاويد:
خو اوس داسې
بله صحنه
((جاويد په خونه کې ناست وي او په لوړ غږ او قهرفرشتې ته غږ کوي))
جاويد:
( په قهر ) يو ګيلاس چاى راوړه !
فرشته:
(په قهر) اوف دې غذاب سره به زه ټول عمرڅنګه تېروم ، مرۍ دې وچه شه.
بېرته لمړۍ صحنه
جاويد:
اوس داسې ... (جاويد خبره په نيمه کې پاتې کېږي )
نثار :
(ساعته ته ګوري ، د جايد خبره پرې کوي) جاويده! زه ځم چې ضروري کار لرم .
جاويد:
ته کينه زوروره!
نثار:
نه وروره ځم چې ډېر ضروري کار مې دى .
جاويد:
خيرنو دا خبره واوره بيا لاړ شه.
نثار:
( چې ځي ) خبره مبره مې نوره نده په کار ، زما دې له واده نه په توبو توبه وي . توبه ، توبه ، توبه .