راليږونکی :sayed Intizar Khadim
د راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.com
نيټه : 11-08-2008

غزل

سيد انتظار خادم


زه کـالبود يم تــه می ســاه د ژونــدانه يې
تـــه هـــر څــه يې تــه بــقا د ژونـــدانـــه يې

زمــــزمـــــه زمــــــا د آه دانــــگـــــازې يــــې
هـــر غـــزل کې مــې معنا د ژونــدانــه يــې

نـن مــی بيا اشنا تر سترگـو سترگو کيږی
خــدای دې راولــه زمـــا د ژونـــدانـــه يـــې

زما څوک شـته په دې تشه دنياگــۍ کــې
تــه مــی نـــن تــه مې ســبا د ژونــدانــه يې

           عشق لقمان دى، عشق طاعون د زما نې دى
           هــم مې رنــځ يې، هـــم دوا دژونــدانــه يـــې