غزل
جلال امرخېل
دا بيــا کــومـــــې خــبرې سـپــينوې په دېـــواله
کم عـــقلــې خلـک نه کوي جــرګــې پـه دېـــواله
باران دې کړې خورې زلفې لمــدې پــه دېــــواله
ځـــه خــير دی نـورې مه کوه ګيـــلې پـــه دېــواله
راياد شي ستاسې کډه په زېړي مـازيــګر تــلــله
رايــاد شــــي غــلې غــلې ژړېــــدې پــــه دېــوالــه
زړه ګرم نه دی چې اوس ورپسې ګــرځــي لېــونی
مـــدام بـــه يــې زمـــا خــبرې کــړې پـــــه دېـــوالـه
لږ پام کوه جينۍ ، ګوره پنځ ډزی به دې وخوري
لــږ پــام کــړه ډېــرې مــه کــړه اشــارې پـه دېـواله
پوه نه شوم لېونی شوم د ځوانۍ په جوش کې راغلم
خـــبره رانـــه ورانــــه شـــوه د شـــپــــې پـــــه دېــــوالـه