په زړه پورې ټپې ( لنډۍ )
هغه مې ګل له لاسه نه اخلي
زه يې د زهرو ګولۍ هم له لاسه خورمه
ياره مثال دې د سپوږمۍ دى
تر څوارلسمې دې دوران دى تېر به شينه
جانان زما غېږ کې ويده دى
له خپله لاسه مې شوملې ورکړي دينه
اوبه د بر ګودر خوږې دي
د لوېونۍ د خولې کنګال پکې راځينه
جينۍ ټيکري پيڅکې نه نيسه
که د يارۍ مطلب يې وي پاتې به شينه
نه دې ياري راسره وکړه
نه دې ټګي په زړه کې شته چې صبر شمه
کابل خوښه مزل يې بد دى
زما ګل رنګ جانان يې زېړ ځبېښلى کنه
قلم، قلم درپسې زه شوم
په کاغذي سينه دې نور کوي خوبونه
ټوټې، ټوټې مې ورله وېسئ
چې لوېونئ راباندې سر وشوکوينه
هلک مين شي وطن پرېږدي
جينۍ مينه شي مخ پټ کړي و ژاړينه
باده سالو دې ورنه يوړو
زړه مې خوشحاله شو دعا درته کومه
سترګې دې پټې کړه خوله راکه
دوه ګواهان خو سړى دار ته خيژوينه
داسې نرۍ يې لکه لښته
خداى دې زما په غېږ کې ماته کړه مينه
بيګاماښام مې خولګۍ درکړه
سهر وختي راغلې چې بيا له تندې مرمه
په ځان مين يې په ما نه يې
ياري په داسې مينو نه کېږي مينه
زما د خپلې خوښې ياره
زه به له تانه زړګى څنګه صبرومه