دسپيانو مينځل څه ټوكې نه دي !

خوشال خليل
دلندن په ښار كې چې يو وار څوك مېشت شوى ،كه له هرځايه ورته راغلى وي لكه دمور غيږ بلې خواته يې نه پريږدي،چې تر څو ژوندى وي زړه به يې ورپورې تړلى وي.خير داهغه خبره ده چې په لندن مېشتو افغانانو كې مشوره ده،دوى وايې كه كشمېرنه خوري بد يې مه وايه،ځكه خودلندن غيبت نه كوي.
         هغه څوك چې په ليك او لوست نه پوهيږي اوپخواتردې له خپل كلي او كوره بهر نه دې تللي،لندن ته په رارسيدو ښايي په لمړيو شپواو ورځو كې يې يوشمېر ستونزي زغملي وي ،خوچې بيايو كال وروسته يې  دخبروانداز،قد او قواري ته ګوري لكه په دې ښار كې چې زيږيدلى وي .
       شربت خان هم په ختيز لندن كې اوسيږي دا هغه ځاى دى چې پخوا تر دې به په كې تورپوستو او نورو كوڅه ډبو ځوانانو غويمنډ جوړ كړى وو اوخلك ورنه پزي ته راغلي وو.اوس په كې دافغانانو شمېر زيات دى او د دغو بدمعاشانو مخه يې يو څه  نيولي.
      شربت خان ته په لمړيو ورځو كې كار ته د تګ پر مهال دپتلون اوغوستل،د بوټانو مزي ټينګول،ايينې ته دويښتانو ږمنځول او دږيري خريل او داسي نور خوشكي كارونه ورته له غره نه پر شا باندې دلرګيو له راوړلو هم سخت كار ښكاريده ، اوس يې پتلون د كوناټيو په سر سست تړلى وي غټ ناړامه بوټان په پښوكوي كږه پيكداره خولۍ په سر اوپر زنې باندي يې تورې غڼي ته ورته ږيره جوړه كړې او د لنډغرو تور پوستو په څير تګ كوي .
      لندن ته تر روانيدو وړاندي په كلي كې ورته همزولو ويلي و((هلكه شربت خانه!له تانه خو هسي هم څه نه جوړيږي هلته په تاغوندي خلكو باندي يا سپيان مېنځي يا مړي .... ګوره كله چې راتلي لكه دنورغوندي به په موږ سياست نه كوي.))
    دلندن په اړه هغه تصور چې شربت خان دوه كاله وړاندي په كلي كې درلود څه عجبه او خوندور و ،كله به يې چې د خپل كلي او ځوانانو په هغو انګېرنو چې دلندن په اړه يې درلودې فكركاوه له ځان سره به موسكى شو،دسپيانو او مړو موضوع يې لا ديوې ټوكي په بڼه مغزو كې ساتلې وه .
     شپږ مياشتي كېږي چې دموټر مېنځلو په يوګراج كې  د ورځي لس ساعته كاركوي كله چې كوم انګريز د شربت خان چابكو لاسونو ته ګوري چې په ډېر مهارت يې د موټر په ډډو سولوي يو دوه پونډه ورته د بخششۍ په ډول په ورغوي كې ږدي،شربت خان هم ورته په يو ډول خوله جېنګه كړي او دمنني په ويلو بې له دې چې پيسيوته وګوري په جيب كې يې ننباسي ،دغه شان په ورځ كې لس پنځلس پونډه اضافه پيسي هم ګټي .دشپې به يې په كوټه كې له خپلو ملګرو سره په بحث كې دا خبره ډېره كوله:
_ياره كه مې خداى نه ګنانګاروي ،زه وايم كه دا انګريزان يوازي كلېمه هم ووايي ددوې دا مهربانه زړونه   چې خداى ګوري ولله راساَ يې جنت ته وليږي .
د كوټې په ملګرو كې به عبدالله  ورباندې غږ وكړ.
_ شربت خانه! لكه چې نن بيا درباندې كوم انګريز مهربانه شوى څنګه دې ددې خنځيرانو صفتونه شروع   كړي.
_نه ولله له زړه يې وايم داسي څه خبره نه شته .
_ توبه وباسه ګنانګارشوي .
_ ماڅه بده خبره كړې نه ګوري كس په كس غرض نه لري كه خيريې در ونه رسېږي له شره دې ځان لري ساتي .
_ته دا ټي وي نه ګوري چې په موږ مسلمانانو دوى څه غاړي شروع كړې  ته بيا هم ددې دله ګانو صفتونه كوي خپله مزدوري دې كوه ددې خلكو ډېر نژديكت  اوصفت ښه كارنه دى نه.
_ هسي يوه خبره مې وكړه ،زه يې څه كوم ګرځي به .
له دې خبري سره يې سر په بړستن كې ننويست اوسترګې يې سره ورغلې.
سبا ماسپښين مهال په ګراج كې ناست و چې يوې مستې انګريزي ميرمني خپل موټر د پرمېنځلوله پاره د ده مخې ته ودراوو اوله يو پپړ غوږي سپي سره ورنه راكوزه شوه شربت خان په منډه ورغى او دموټر كلي يې ورنه واخيسته اود ناستي له پاره يې ورته څوكۍ سمه كړه .
كله يې چې په موټر پسي ښه خواري وكړه اوپاك شو ښځې ورته وويل دازما نازولى سپى هم لمبول غواړي  كه دې خوښه وي پنځه پونډه ددې هم دركوم،كه يې مېنځي ؟
شربت خان ته لكه دهمزولو خبر چې ور په زړه شوي وي په خندا شو.ښځې ورته وويل ماڅه د خندا خبره كړې چې خاندي؟.
 شربت خان هيڅ په هيڅه هاخوا دېخوا وكتل وې ويل سمه ده ته دې دا سپى لږ رادېخوا كړه چې ويمېنځم   له دې سره يې د اوبو ډك پيپ په يو وار دسپي په مخ ورخوشي كړ دسپي له كوړنجيدو او منډې سره ښځه   په شربت خانه ورببره شوه اوبيرته يې دسپي په لور ورمنډه كړه،سپى چې سترګې او غوږونه يې له اوبو ډك شوي وو دګراج خواته يې په پرتو تاو راتاو اغزن سيمانو ورمنډه كړه او په كې ايسار شو. له خولې پزي او غوږونو يې سرې وينې روانې شوې، ښځې سپى د دوه درې تنو په مرسته له اعزن سيمانو راخلاص كړ اوپوليسو ته يې زنګ وواهه شربت خان چې پوه شو خبره تر پوليسو رسيږي نه پوهيده څه وګړي  په يو ترپ يې ځان د پيښي له ځايه ورك كړ پوليسان راغلل ښځه يې له سپي سره روغتون ته روانه كړه او پاتي نورو يې د ګراج له خاونده پوښتنې شروع كړې.
شربت خان تر ناوخته  په واټونو يو خوا اوبله خوا په سوچونوكې ګرځيده د شرمنده ګۍ احساس دومره ځورولى وو چې يو وار دا خبره هم زړه ته ورتيره شوه  چې  راځه دا دټينس سين ته ځان ور وغورځوه په دې پوهيده چْې له مرګ وروسته به هم د خلكو له خبرو او ملنډو خلاص نه شي نه پوهيده څه وكړي له ځان سره  به يې ويل ملګروته مې ووايم كه پټ شم ؟ايا دا په دې ارزي چې له ټولو ځان پټ كړم ؟كه ملګري او كليوال مې له موضوع خبر شي څه ډول ملنډې به راپوري وهي ؟په همدې سوچونو كې تر كوره ورسيده چندان كورنه وو سمه ديره وه په دوو كوټو كې شپږ تنان اوسيدل ،كله يې چې كيسه خپل ملګري عبدالله ته كوله  هغه ورته له خندا نه په يو اوبل اړخ تاويده عبدالله ورته ويل ((مادرته ويلي و چې ددې انګريزانو ډير صفتونه مه كوه دا دى خپله دې وليدل راځه چې همدا اوس پوليس سټيشن ته ورشو كه نه خبره نوره هم لويږي  .
پوليسو ته له يوڅو ورځو منډو رامنډو خبره محكمې ته لاړه كله چې دمحكمې نيټه معلومه شوه د كور خواته روان شو ملګري يې پرې راټول شول چا ورنه په ټيليفون داحوال پوښتنه كوله او ډېرى خلك چې خبريدل كورته ورته راتلل هريو به  پوښتنه كوله ((شربت خانه! دسپي كيس څنګه شو )) داخبرې په شربت  خان دټوپك له ګذاره كمې نه لګېدې له يو دوه تنو سره خو يې لاس واچوو اخر دې حد ته راورسيده چې  چا به دزړه خوږي له امله ترې پوښتنه كوله كنځلې به  يې ورته كولې .
سبا محكمې ته د تګ ورځ وه په دې شپه يې ملګري په خپلو كې سره پسڼيدل خو دشربت خان له ډاره يې  غږ نه كاوه د ډوډۍ له خوړلو وروسته شربت خان په لمانځه ودريد كله يې چې لمونځ خلاص كړ يوتن ورباندې غږ وكړ((هلكه شربت خانه!دسپي د سلامتياله پاره هم لاسونه جيګ كړه كه په سپي څه وشول  خبره دې نوره هم لويږي)) شربت خان ټولو ته بدبد وكتل وې ويل ((تاسودسړي زامن نه ياست اونه سړي كېږى )) پخوا به چې چا د شربت خان په كړو وړو څه نيوكه كوله، نو ويل به يې ((ځه ځه خپل كار كوه دا  لندن دى ))
دلته ورته عبدالله دده خپله خبره وكړه ((بچو خانه دا لندن دى دلته هرڅه پيښيداى شي ))شربت خان  ورته له غوسي تور او شين واوښت نوريې څه ونه ويل دشپي تر ناوخته ورباندې ملګروتود بانډار جوړكړى وو كله كله به ده ته هم خندا ورغله .سبا دمحكمې پريكړه واورول شوه .
((شربت خان د هغې بې احتياطۍ له امله چې له سپي سره يې كړې 1800 پونډه به نقده جريمه وركوي كه تر يوې مياشتي پوري سپى مړشو او علت يې ډاكټرانو ورپيښ زخمونه وښودل بيا به شپږ مياشتي بند هم تيروي ))
دلته عبدالله شربت خان ته خوله ورنژدې كړه وې ويل(( د سپيانو مېنځل څه ټوكې نه دي ))