بېګا مې خوب ليدلی
ناجيه هاروني

 بيا مې د تل په شا نې
بېګا په خوب وليدې
لکه بې روحه جسد
په ځمکه پروت وليدې.
يو چا وژلى وې ته
يو چا سېځلی وې ته
ډېره په چيغو چيغو
له خوبه پا څېدمه
در ته يوه  لپه دعا مې وکړه
مور مې هم سرته راته ودرېده
دم اود عا يې وکړه .
بيا يې د خوب رانه پوښتنه وکړه
ژبه مې بنده شوله
سلګو نيولې و مه
بيا مې په  بنده ژبه  هغه، هغه، وويل.
توبه توبه وويل
مرګ ته ښېرې مې وکړې
له خپله خوبه  ځينې
بلا ګيلې مې وکړې 
 شکر چې خوب مې ليده
شکر رښتيا خو نه و
ګوره چې بيا راته په خوب داسې
هيڅ کله  را نه شې.
شکر رښتيا خو نه و
شکر چې خوب مې ليده