غزل 
ن / الهام
دلـــتـــه يـــم لــــــوېـــدلى دلـتـه پـــروت يـــمه
ســــتـــــــا آزار وهــــلى دلتــــه پـــــروت يـــمه

تــــــه لــــکـــــه مـــيـنــار دنــــګـــه ولاړه يـــــې
زه لـــکـــه ړنــــګ څـــلـــى دلـــته پـروت يـــمه

مُسک شوې د ټوپک شپېلۍ دې مچې کړه
اخ !  لــــکه ويـــشـتــلى دلـــته پــــروت يـــمه

تــــه يـــې لـــکـه ښـــار لـــه شــر او شــوره ډک
زه يـــــم لـــکه کــــلـــى دلـــتـــه پـــــروت يـــمــه

زه الــــهــــام د وخـــت ســــــتــم ځـــپــــلــى يـــــم
داچــــې داســــې غــــلى دلـــتـــه پـــروت يــــمه