راليږونکی :دوست
د راليږونکي پته :numandost75@yahoo.com
نيټه : 31-07-2008


د ګل څانګو لو

لور خطا کړئ ، د ګل څانګو لو نور بس دى !
دا غوټۍ هم پسرلي ته انتظار دي
خداى لپاره له ماشې کړئ ګوتې لرې
ځوانيمرګ مو لا پراته کتار- کتار دي
جګې – جګې نورې ميندې بورې نه کړئ !!
لا زمونږه پر اوږو جنازې بار دي
ناخبره ورته کاڼي ، لوټې وايي
دا زمونږه ککرۍ دي چې انبار دي
د جګړو د وحشتونو له شامته
ښکلې پيغلې مو سوالګرې د بازار دي
ټوله ورځ تازه – تازه قبرونه باسي
دا دروغ ده چې زموږ خلک وزګار دي

محمد نعمان دوست ، کابل