غزل

نبيله غزل ، پېښور

چې په سوله د چــــا جنګ دی بــــدل شوی
ګوره وخت يې هم په څنګ دی بدل شوی

د بـــاروتــــــــو د لــــوګو لـــــه تـــنـــفــــسه
د کــــابل د حـــورو رنـــګ دی بدل شوی

درپــــسې به د زېـــړي پــــه رنځ اخته شم
داغ د زړه مې نور په زنګ دی بدل شوی

د شپېلۍ غږ د شپې نه اورم په خوب کې
له زيارت نه جوړ ملنګ دی بدل شوی

زورور شوې چې په زوره ديدن غواړې ؟
که انداز دې د قـــلنګ دی بـــدل شوی ؟

ته به څه کوې د تورو پـــه خــرپــــا کـــې ؟
چې زما مخ کې دې رنګ دی بدل شوی

د غزل په سمندر مې طوفـــان ګــــډ دی
هر يو موج يې په غورځنګ دی بدل شوی