غزل
نصرت الهام
له کـوم زيارت نه د رباب د ترنګ آواز راځـي
او د ګـــودر د جــينــکو د جــنګ آواز راځـــي
دروازه و ټــکــېــده اوس يــې غـــږ راورسـېدۀ
د هغه خړ ، سپـېره ، بوډا مــلنــګ آواز راځي
اوس په کوڅه کې بنګړيواله توړۍ پورته لاړه
د کومې پېغلې د بنګړو د شرنګ آواز راځـي
هــاغــه هلــک په پورې ونــوکــې مـرغۍ ولي
دلــته چلـم بانـدې پراتــه دي بـنګ آواز راځـي
بېــګا د کــلي پښـــتـنه ادې هـم مړه شوه، لاړه
لــه هــديــرې نـه د بېلچې ، کلـنګ آواز راځي
کـــوي خــبرې هــا بــزګــر له کــلبه يــانــو ســره
لــه هـر موجـود نه د سپېڅلي رنګ آواز راځي
زه ددې ښــار پـه سړکونو هم پــښې ابــله ګرځم
هــرې مــاڼۍ نــه د پــيالــو د کړنګ آواز راځي