غزل

درد شته پر هار نشته دى
دا چې کرار نشته دى
دلته به مې زړه و چوي
دلته کې يار نشته دى
دا تياره اوږده ښکاري
مخ ته سهار نشته دى
هسې ژوند کول غواړي
نور مې څه کار نشته دى
مرګه زه پښتون يمه
تانه مې ډار نشته دى
داسې به تر څو در ځم
نوره خو لار نشته دى
سپين دى د الهام په زړه
ګرد او غبار نشته دى

 الهام