زړه راښکونکى غږاو جنسي راښکون!

د يوې څېړنې له مخې د زړه راښکونکي آواز لرونکي خلک په جنسي برخه کې ډېر رنګين طبعيته او پلټونکي وي !

په امريکه کې د يوې څېړنې له مخې، چې پکې د يوسل اونهه څلوېښت نرانو اوښځو آوازونه ثبت شوي دي مالومه شوې ده چې زړه راښکونکي آواز لرونکي خلک د خرابواو بدرنګه غږونو درلودونکو خلکوپه نسبت رنګين او ښايسته جنسي ژوند لري.

دا ډول خلک په ډېر کم عمر کې جنسي اړيکې جوړوي او له يو نه له زياتو خلکوسره داډول اړيکې لري.

په (ايلبني) پوهنتون کې د څېړونکو ډله وايي چې د زړه راښکونکي غږ ( اواز) او جسم تر منځ يو تړون شته دى .

په دې څېړنه کې راغلي، هغه ښاغلي چې  لنډې اوږې يا نازکه ملا لري په عام ډول يې غږونه زړه راښکونکې وي .

په ښځو کې هم د نرۍ ملا والا زړه راښکونکي غږونه لري.
 
په همدې څېړنه کې يو ګډون کوونکى دنيويارک د پوهنتون د ارواپوهنې د څانګې پروفيسورګارډن ګيلپ وايي: لکه څنګه چې تاسې په ټلفون د خبرو نه مالومولاى شئ چې تاسې له کوم جنس ( نرياښځې) سره خبرې کوئ او څو کاله عمر لري همدارنګه کولاى شئ چې د غږله لارې د خلکو جنسي رويې او د جسم څرنګوالى هم مالوم کړى شئ .

د ښه او زړه راښکونکي غږ لرونکو خلکو د لاسونود ګوتو له پرتلې  نه هم مالومېږي چې دداسې خلکو د دواړو لاسونو دګوتواوږدوالى برابر وي.

په دې رپوټ کې دا هم ويل شوي دي چې د برېښنا د پيدا کېدو نه مخکې به خلکو په تياره کې د يوبل د آوازونو له اورېدلو د يوبل د جنسي راښکون اندازه لګوله .

له بي بي سي اردو نه په مننه : ژباړه الهام
د اردو بڼې د ليدلو لپاره لاندې لينک کلک کړئ !
http://www.bbc.co.uk/urdu/entertainment/story/2004/09/040921_sex_voices_fz.shtml