د خلا مخلوق زمونږ پر ځمکه !               

 070724_flying_saucer_02

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ليکوال : نديم سبحان  - ژباړه  : الهام
د نړۍ چارواکو ٦٠ کاله دغه راز پټ ساتلى و! د پخواني خلاباز انکشاف
د پراخې خلا په وسعتونو کې خواره ستوري، سيارې، کهکشانونه او همداسې نور اسماني اجرام او توکي له پخوا نه د انسان د توجه مرکز ګرځېدلي دي، انسان په دې باور لري چې د څښتن  په دې پيدا کړيو بې پايه کائناتو کې د ځمکې نه پرته هم په کوم نه کوم ځاى کې د ژوند څرک شته، چې دغه خلايي مخلوق په علم او پوهه کې د انسان نه څو چنده مخکې او پر مختللى دى؛ په تېرو څو لسيزو کې په لويديز کې يوشمېر کسانودا دعوې وکړې چې د خلا مخلوق ورسره اړيکه نيولې ده او زياته کړې يې ده چې په خلاکې د پرواز په وخت يې داسې نښې هم ليدلي دي، خو دوى د خپلې خبرې د رښتينولۍ لپاره هيڅ ثبوت  نه دى وړاندې کړى، اوس هم دداسې خلکو کمى نشته چې د خلايي مخلوق په وجودباور لري .

د عامو خلکو په څېر ساينس دانان هم په دې باور لري چې د ځمکې نه پرته په نورو فضايي برخو کې هم ژوند شتون لري ، چې دغه ساينسدانان له کلونو راپه دېخوا د همدې خلايي مخلوقاتو په لټه کې  دي، په ساينس او ټکنالوجۍ کې د پرمختګ په مرسته دغه کوښښونه ګړندي شوي دي، چې اوس ددغې ساينسدانانو د پاملرنې مرکز مريخ دى، پردې سيارې د څېړنې لپاره د امريکا د خلايي ادارې ناسا څوفضايي بېړۍ په کار بوختې دي، چې په دې وروستيو کې د                      ((فينکس)) په نوم فضايي بېړۍ تاييد کړه چې په مريخ کې کافي اندازه اوبه شته دى، له دې وروسته کارپوهان هيله من شوي دي چې په دې سياره کې به په يوه نه يوه بڼه ژوند وجود ولري.

که له يوې خوا ساينس دانان د خلايي مخلوق په لټه کې له کلونو راهيسې هڅې کوي او په دې هڅو تر اوسه په کربونو ډالر خرڅ شوي دي له بل لوري يو پخواني امريکايي خلاباز دا خبره کړې ده چې خلايي مخلوق له دوى سره څوځل اړيکه نيولې ده، خو حکومتونو دغه حقيقت له ٦٠ کلونو نه زياته موده پټ ساتلى و، د دې دعوې کوونکى پخوانى خلاباز ډاکټر ايډګرمچل دى، ډاکټر ايډګر د ( اپولو ١٤ ) مشن په مرسته د فبروري په نهمه ١٩٧١ کال سپږمۍ ته ورسېد، نوموړى شپږم خلاباز دى چې په سپوږمۍ کې يې قدم وهلى، پرته له دې د ( اپولو١٤)  کمانډر ايلن شيپرډ سره يوځاى د سپوږمۍ په سطحه تر ټولو زيات ګرځېدونکى شخص دى، يوې راډيو سره په يوه نوې مرکه کې نوموړي دعوه کړې چې خلايي مخلوق څوځل ځمکې ته راښکته شوى او ديو خلاباز په حيث نوموړى وايي چې د خلايي مخلوق ځمکې ته له هرې دورې نه خبر دى، خو ناسا ادارې ددغو ميلمنو هرځل راتګ پټ ساتلى او له همدې امله دغه حقيقت د يو څو کسانو پورې محدود پاتې شوى دى .
ايډګر وايي چې پخپله يې دغه خلايي مخلوق ندى ليدلى خو د ايجنسۍ کومو مامورينو چې دغه خلايي مخلوق ليدلى هغوى وايي چې دغه د لنډې ونې خلايي مخلوق رښتيا هم ډېر عجيب دى.
ايډګر وايي چې ددې مخلوق روايتي کوم تصور چې موجود و لکه لنډۍ ونه، غونډمنډ جسم، غټ سر او غټې غټې سترګې د همدې روايتي تصور تصوير دى، د خلايي مخلوق په اړه دا هم ويل کېږي چې هغوى په ساينس او ټکنالوجۍ کې دځمکې له انسانانو ډېر مخکې دي.
ډاکټر ايډګر هم د همدې خبرې تصديق کوي او وايي چې په ټکنالوجۍ کې مونږ د هغوى مقابله نشوکولاى .
په ٨ جولاى ١٩٤٧ روزويل آرمي ايرفيلډ RAAF يو مطبوعاتي اعلاميه خبره کړه پدې اعلاميه کې راغلي و چې د روزويل په شاوخوا سيمو کې د حيواناتو د يوې طويلې نه يې د الوتونکي طشتري پاتې شوني ترلاسه کړي دي، له دې پاتې شونو نه انسان ته ورته يو مخلوق ښکاري چې د فضايي مخلوق ګمان پرې کېږي، دې جسم ته يې د ( روزويل ) نوم ورکړى دى ، که څه هم چې په همدې ورځ د امريکا د هوانوردۍ يو کمانډنګ جنرال په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې دا خبره رد کړه خو دې واقعې ډېر شهرت پيدا کړ، له دې پېښې نه دېرش کاله وروسته د دغې پاتې شونو د پيداکوونکي ټيم نه يو پوځي، مطبوعاتو ته وويل چې دا پاتې شوني رښتيا هم د يو خلايي مخلوق سوځېدلى جسد و.
ډاکټر ايډګر هم د همدې پېښې تصديق کوي او زياتوي چې (( روزويل )) رښتيا هم خلايي مخلوق و او کېداى شي چې د خلايي مخلوق راتلل اوس هم جريان ولري، د ناسا ادارې د خپل يو پخواني کار مند خبرې رد کړې دي او ويلي يې دي چې د ناسا کار د الوتونکو طشترونو څرک مالومول نه دي، او نه هم ناسا اداره په ځمکه او يا په کومه بله سياره کې د خلايي مخلوق په اړه د کومو حقايقو په پټولو تورنه ده.

Clip Art - alien in flying 
saucer. fotosearch 
- search clipart, 
illustration, 
drawings and vector 
eps graphics images