يوه بښنه 

                                                 (1)
د تيليفون زنګ و شرنګېدۀ !
دا ملالۍ  ده او زه اصف يم
د يوې شېبې چوپتيا نه وروسته هغې وويل : ډېر مې يادېږې  !
- او زه هم د کلونو جدايۍ وژلى وم
- هغه خبره هغه ..............
- دوزخ ته دې لاړ شي 
- زه به تاته انتظار کوم .
 د تيليفون غوږي يې بې له دې چې ووايي چېرته به ګورو کېښود.
هغې کوڅې ته ورسېدم چېرته چې مو شل کاله مخکې په لمړي ځل کتلي وو نه د پلي تګ لاره وه او نه ونې، هغه ځاى کې  ودرېدم چی يو وخت هلته ونې وې، دواړو اړخونو ته مې په سړکونو موټران تلل راتلل او موټروانانو راته په تريخ نظر کتل هغه له يو څودقيقو وروسته راغله د ځنډېد و بښنه يې وغوښته او مونږ (غاړه غړۍ ) بېرته يو ځای راغلو .
                                                     (2)
زندانيان د محقق په وړاندې لوڅ ودرېدل، هغه د اوم نمبر د پښو د تړلو امر وکړ . اوم نمبر خپله حافظه د هغې کتاب لپاره و پلټله چې عنوان يې وو ( څرنګه رويه وکړو کله چې و پوښتل شو ) هيڅ يې و نه موندل بلکه د هغې پر ځای يې يوه ټوکه راياده شوه چې څو ورځې مخکې يې اورېدلې وه ،هغه په زوره وخندل .
محقق و پوښتل :
-  ولې خاندې ؟
-  يوه ټوکه راياده شوه .
- مونږ ته يې ووايه  .
- نه
زندانيانو او محقق هغه بيا بيا وراټه خو هغه لا زيات په خندا شو .
محقق د زندانيانو د کوټه قلفي کولو امر وکړ، د دروازې د قلفولو نه وروسته نورو زندانيانو هغه نه وغوښتل چې ټوکه ورته ووايي .
اووم نمبر بښنه وغوښته او چغه يې کړه
نــــااااااااااااااا هيڅکله نه !
                                                     (3)

يوه جينۍ زما کتابپلورنځي ته راننوته په تېزۍ سره يې د يو څو کتابونو مخونه و کتل . نا څاپه زما خوته را تاو شوه او زما سترګې چې په هغې کې خښې وې ونيولې، ما د شرم احساس وکړ.
هغې وويل :
 -  زه د مدير صاحب لور يم .
مدير صيب دې خداى و بښي! هغه  زما ملګرى وو ما هغې ته خپله دکيسو ټولګه د ډالۍ په توګه ورکړه . هغې د ډالۍ د ليکلو لپاره بېرته راکړ
ما بښنه وغوښته بيا مې قلم را واخيست .........
-  زما نوم  اياز دی .
ما وليکل ((  اياز .... د يو سړي په ياد کې چې  زما استاذ وو......... او هغه ستا پلار دی)
هغې کتاب واخيست زه يې په اننګيو دوه ځلې ښکل کړم . د هغې مچکو زما اننګي وسوځول  
او زما اوښکو دغه اور وواژه .
                                                       (4)
محقق امر وکړ چې اووم نمبرزنداني کوټه قلفۍ ته کش کړئ . اووم نمبر له نورو زندانيانو څخه  پر غولي باندې د وينو د خاپ  دپرېښودو بښنه وغوښته .
محقق د وينې خاپونو ته په اوښلنو سترګو زير شو  او اووم نمبرزنداني په کړس کړس وخندل . نورو زندانيانو د هغه خندا واورېده او هغوی هم په خندا شول تر دې چې د زندان ديوالونه وچاودېدل .
                                                       (5)
هغې په تيليفون کې په تېزۍ سره خبرې کولی :
-  زه به تاته په ملي بڼ کې انتظار کوم، هغه حوض دريمه چوکۍ .
زه د هغمدې ادرس په لور روان شوم ما د ژوند شپېته کاله ګاللي وو .
بڼ ته ننوتم د حوض خوا کې ودرېدم او له دې نور وړاندې لانه ړم، هلته په درېمه چوکۍ يوه ځوانه جينۍ يواځې ناسته وه .
هغې ما ته راغږ کړ  : محترمه دلته راشه ! ،ته دکيسو ددې ټولګې ليکونکى نه يې؟
ما په وارخطايۍ وويل :   هو، بلې !
بيا يې په تاسف سره وويل : ستا کيسې د زړه سوي او نرمۍ سره روانې وې، مګر ته زما د پلار په څېر مستبد يې ، ته د نارينه او ښځينه د برابرۍ غوښتنه کوې مګر ته نارينه ذهنيت لرې زما د ورور په څېر . مينه ستا په کيسو کې بهيږي مګر ته هغه څوک چې ورسره په کوڅو کې مينه کوې غورځوې، لکه زما د کوژدن په څېر .
هغې کتاب په چوکۍ وغورځاو او لاړه .
ما هغې ته ورغږ کړ:  لورې  !
هغې مخ راواړاوه :
بښنه غواړم زه د يو ملګري سره ليدنه لرم . هغې بښنه وغوښته .