انسان الوځي !
څه موده مخکې په امريکا کې دداسې ماشين نمايش تر سره شو چې ددې په مرسته به انسان د مارغانو په څېر په هواکې ګرځېدلاى شي، دا ماشين (( مارټن جيټ پيک)) نومېږي ددې ماشين په مرسته به انسان و کولاى شي چې په نيم ساعت کې دېرش ميله لاره ووهي، ددې ماشين په جوړولو به يولک امريکايي ډالره مصرف شوي، په دې ماشين کې ساتونکي آلات هم شته لکه هوايي پراشوټ او نور، ددې ماشين د نمايش پر مهال د ماشين جوړوونکي مارټن د ماشين په مرسته د الوتلو نمايش هم وړاندې کړ  !
ژباړه : الهام

سپوږمۍ ته چکر !
کرن عبدالشکور 

 ژباړه الهام
تر دا څوکاله وړاندې پورې د خلايي سفر تصور يواځې د حکومتي کارکوونکو خلابازانو پورې محدود و؛ خو اوس د يوې روسي خلايي ادارې لخوا د عامو خلکو لپاره د خلايي سير يو خلايي سرويس په پرانستلو د خلايي سياحت صنعت وغوړېد، په دې نوي پيداشوي خلايي سرويس کې څو کمپنۍ شاملې شوې دي، دغه کمپنيانې د خپلو خريدارانو لپاره د يوې داسې خلايي الوتکې په جوړولو بختې دي چې د زمکې په مدار کې ولېږدول شي، په دې مقابله کې برطانوي سوداګر رچرډ برينسن په خپلو حريفانو ډېر بريالى دى، برنسن څو ورځې مخکې د خپلې کمپنۍ جوړې شوې جيټ الوتکې (( ايو)) نمايش وړاندې کړ دا الوتکه به دغه فضايي بېړۍ چې خلک به پکې سپاره وي پورته هواته الوزوي کله چې دغه فضايي بېړۍ ټاکلې ارتفاع ته ورسېږي له (( ايوا)) الوتکې نه به جدا کېږي ، د ځمکې له فضا نه به د ځمکې مدار ته داخله شي، برنس وايي چې خلا ته تلونکې دغه بېړۍ کې به شپږ مسافر او دوه پيلوټان سفر کولاى شي، برنسن د خلا چکر وهونکو ته د ټکټ قيمت يو لک پاونډه ټاکلى دى، برنسن وايي د زمکې له فضا نه د ځمکې مدار ته په سفر کولو د اوس لپاره اته لس مياشتې لګېږي خو سره له دې تر اوسه پورې ددې سياحت لپاره ددې کمپنۍ ٢٥٠ ټکټونه بک شوي دي .

  د مبايل کارول د سګرټ څکولو نه هم ډېر خطر لري !

دا سمه چې موبايل په ډېرو ځايونو کې انسان له خطرونو او مرگ څخه ژغورلى دى خو دا هم يو حقيقت دى چې د موبايل په ډېرې کارونې سره انسان ته د مغزو رسولۍ (( برين ټيومر )) ناروغي هم پيدا کېداى شي. دا نوې څېړنه يو بهارتي نژاد څېړونکي ثابته کړې ده. دې نوي ډاکټر دعوا کړې ده چې د گرځنده ټيلفون استعمال له سگرټ څکلو هم ډېر خطرناک دى. په غالب گمان هر کال د سگرېټ څکلو نه په نړۍ کې پنځوس لکه وگړي مري. په برطانيه کې يو ډاکټر (ويني کهرانه) د دې خبرې څېړنه کوي چې آيا د سگرېټ څکلو نه ډېر وگړي مري او که د گرځنده ټيلفون د استعمال څخه. هغه وويل چې د څېړنې په مهال موږ ته دا ثابته شوه چې حالات خطرناک دي او په لږ وخت کې به دا ثابته شي چې د گرځنده ټيلفون کارول د سگرېټ څکلو نه هم ډېر خطرناک دي. د کينسر ناروغۍ پوهانو هم ويلي دي چې بايد گرځنده ټيلفون په ډېر احتياط او پام سره وکارول شي او د موبايل کمپنۍ دې هم د موبايل څخه وتونکې شعاعو د اثراتو د کمولو لپاره کار وکړي. خو بيا هم د موبايل کمپنيو د ډاکتر (کهرانه) دا څېړنه رد کړې ده.

ژباړه : نور علي تسل


يو لېټر پېټرول ٢٥٠ کيلو مېټره سفر، نوى گاډى اختراع شو.
د بهارت انجنيئرنگ پوهنتون زده کړيالانو داسې حيرانوونکى گاډى تيار کړى چې په يو ليټر پېټرولو ٢٥٠ کلو ميټره فاصله وهلى شي. (چندي ګړهـ) کې د لومړي ځل لپاره رسنيو ته دا حيرانوونکې اختراع وړاندې شوه. په دې مهال د زده کړيالانو د گروپ مشر وويل چې په گاډي کې ٩٢ سي سي انجن لږېدلى دى او ٦٥ کيلو گرام فريم يې د سپيشل گرېډ المونيم نه جوړ دى. زده کړيالانو ويلي دي چې دا گاډى به په ٥ جون د امريکا په مشى گن کې نړيوالو سياليو ته وړاندې کوي، چېرته چې د امريکا، برطانيه او بحرين نه پرته د ٣٥ نورو هيوادونو تيار شوي څيزونه نندارې ته وړاندې کېږي.
ژباړه : نور علي تسل