د  مينې معجزه

کله چې ماشومان په تدريجي ډول غټيږي نو له هغوي سره د مينې کولو لپاره خورا ډيرې لارې چارې را پيدا کيږي. يو له دغو لارونه . دخبرو له لارې د هغوي ستاينه  او تشويق دی . په دې کې هيڅ شک نشته چې ستاينه د نفس عزت دی. ستاينه ماشومان د زده کړې په لور بيايي  او له هغوى سره مرسته کوي چې  له خپل  شخصي ځواک  نه هم  ډېر معلومات ترلاسه کړي.
د ستاينې لپاره کېدای شي چې له دا ډول جملو نه کار واخلئ
 :. ته زما ښکلی ماشوم يې،.زما هستي يي،ستا په شتون ډېر خوښ يم. اود دا سې نورو ټکو په کارولو سره د ماشوم د شخصيت په جوړلو کې خوراډېره مرسته کوئ .په حقيقت کې زموږ له ماشومانو نه به هغه څه جوړ شي چې موږ يي غواړو.او ورته يې وايو، يانې که وغواړو شخصيت ورکړو هم کولاى شو او که وغواړو چې زړه يې مات کړو هم کولاى شو.
ماشومان دوه  ډوله ستاينې او تحسين ته اړتيا لري.
لمړی:
له شرط پرته ستاينه :  پکاره ده چې داډول ستاينه د تل لپاره وي. نه چې د يو ځانګړي کار لپاره و ستايل شي.د بيلګې په ډول:زه تاسره ستا لپاره مينه کوم. راباندې ګران يي .ماشوم بايد حس کړي چې زه د تل لپاره ستايل کيږم. مور او پلارمې هيڅ کله له خپلی خبرې نه نه اوړي.نو تاسو فکر وکړئ چې ماشوم به څومره ښه احساس وکړي.که پوه شي چې زما مور او پلار زما لپاره ماسره مينه کوي او ماستايي  نو ماشوم فکرکوي چې زه مې خپل مور او پلارته ډير ارزښت لرم .    
دوهم :
 مشروطه ستاينه: دا په دې مانا کله چې ماشوم کوم ښه کار وکړي نو په مقابل کې ستايل کيږي.مثلا افرين شاباس کله چې زه په تيليفون کې غږېدم تادې خپله وړه خور ډېره ښه غلې کړه  او بوخته کړې دې وه.يا هم ستا نقاشي مې ډېره خوښيږي.يا ته ډېر ښه شعر ليکې او.....خو داهم پکاره ده چې د خپل ماشوم بد کارونه هم وغندولکه.ګوره ځويه يالورې تا خپلې جامې هم نه دي سمبالې کړي ،خو پکارده چې په دې وخت کې هم خپلو خبروته ډېر پام وکړو،منفي جملې بايد ونه کاروولکه .ته لټ، ته کم عقل ،بې کاره،او...مور او پلار بايد تر ډېره له مثبتو جملو نه کار واخلي.او زده يې کړي.دا به په ماشومانو باندې عجيبه تاثير وکړي.زمايو ښوونکی چی نوم يي( کن ملور روی) ونوموړي په دې خبره ډېر تاکيد کاوه ويل به يي:مور او پلار په هغه څه چې ډېر فکرکوي ماشومانو ته به يي هماغه څه پيښږي. د بيلګې په ډول؛يو شمېر مور او پلار له ناروغيو سره ډېر حساس وي.نو په همدې دليل  ماشومان يي تل ناروغه وي. او ياهم ځينې مور او پلار له خپلو ماشومانو نه ډېر شکايت کوي.نو همدا دليل دی چې د خپلو ماشومانو له خواډېر زورول کيږي.که چيرې تاسو تل منفي فکرکوئ نو ستونزې به تل ستاسوخواته درومي . خو کله چې يو ماشوم ښه کار تر سره کړي پکارده چې هغه وستايل شي. او وښيئ چې تاسو هغه ته متوجه استئ. نو د هغه نيک او ښه کارونه به ورځ په ورځ مخ په زياتيدو شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له (( تربيه موثر کودکان )) کتاب نه
 ژباړه : ارش ننګيال .
دا کتاب چې د ماشومانو د روزلو لارې چارې پکې د ماشومانو د رواني حالت له مخې ډېرې ښې څېړل شوي دي په نيږدې راتلونکي کې دچاپ په ګاڼه و پسولل شي .