څلوريزه
په دې ژوند کومه، دا تصوير مې زړه کې
ســتا د ستـرګو د ادا تـصوير مې زړه کې
انــنګو بــانــدې روان د اوښــکو څــاڅکى
او د شــونډو د خنــدا تــصوير مـې زړه کې
نصرت الهام
24.08.2008
- نصرت الهام
د مينې معجزه
کله چې ماشومان په تدريجي ډول غټيږي نو له هغوي سره د مينې کولو لپاره خورا ډيرې لارې چارې را پيدا کيږي. يو له دغو لارونه . دخبرو له لارې د هغوي ستاينه او تشويق دی . په دې کې هيڅ شک نشته چې ستاينه د نفس عزت دی. ستاينه ماشومان د زده کړې په لور بيايي او له هغوى سره مرسته کوي چې له خپل شخصي ځواک نه هم ډېر معلومات ترلاسه کړي. د ستاينې لپاره کېدای شي...
26.08.2008
- نصرت الهام
ونډوز ٧ سسټم به په ٢٠١٠ کې بازار ته راووځي، ماوس به ختم شي. د بل گېټس خبرتيا لندن: د مايکروسوفټ کمپنۍ اوس مهال د داسې سېسټم په تيارولو بوخته ده چې د مروج ماوس کارول به ختم شي. د مايکروسوفټ کمپنۍ مشر بل گېټس وويل چې سېسټم کې به ډرامايي بدلون راشي. په راتلونکي کې به کمپيوټر کاروونکي خپل سېسټم په غږ، قلم اود لمس په ذريعه کنټرول کوي. دا ونډوز ( ٧ سېسټم ) به په ٢٠١٠ کې بازار ته راووځي. اوسنى سېسټم به ختم شي او خلک به نوى سېسټم په (( غږ )) سره کار...