ونډوز ٧ سسټم به په ٢٠١٠ کې بازار ته راووځي، ماوس به ختم شي. د بل گېټس خبرتيا
لندن: د مايکروسوفټ کمپنۍ اوس مهال د داسې سېسټم په تيارولو بوخته ده چې د مروج ماوس کارول به ختم شي. د مايکروسوفټ کمپنۍ مشر بل گېټس وويل چې سېسټم کې به ډرامايي بدلون راشي. په راتلونکي کې به کمپيوټر کاروونکي خپل سېسټم په غږ، قلم اود لمس په ذريعه کنټرول کوي. دا ونډوز ( ٧ سېسټم ) به په ٢٠١٠ کې بازار ته راووځي. اوسنى سېسټم به ختم شي او خلک به نوى سېسټم په (( غږ )) سره کار وي، حالانکه په اشارې سره به هم کار کولى شي.

د دېوال نه هخوا دکتونکې الې ايجاد:
د اسرائيلو يوې کمپنۍ د يوې نوې ټېنکالوجۍ پر مخ بېولو سره يو داسې حيرانکوونکى راډار تيار کړى دى چې د هغه په واسطه د دېوال هخوا  وگوري. د دې راډار په ايجاد سره به پوځي او امدادي سرگرميو سره خورا مرسته و شي. د (کيمرو)  په نوم يوې کمپنۍ ويلي دي چې د دې راډار خرڅلاو په پوليسو او پوځ کې په تېزۍ سره روان دى. کمپنۍ زياتوي چې د دې په مرسته په اور لگېدليو عمارتونو کې دښکېلو خلکو پته په اسانۍ سره لگېدلى شي.ورځپاڼې (( هاريز )) د کمپنۍ په اړه وويل چې دا آله به د پوځيانو د خصوصي پوستو لپاره هم ډېره سودمنه ثابته شي. د ټېنکالوجۍ ډايرېکټر(( آمربيري )) ويلي دي چې د دېوال نه هخوا کتونکې الې کوښښونه له ١٩٦٠ عيسوي نه را پدېخوا پيل شوي دي؛ خو عصري ټېنکالوجۍ اوس دومره پرمختګ کړى دى چې دغه کار ډېر آسانه شوى دى. زمونږ کمپنۍ کيمروپه ٢٠٠٤ کې کار پيل کړى و او مونږ له همدې مهاله د دې ټېنکالوجۍ د منځ ته راوړلو په هڅه کې و.