غزل
الهام

لــنــډه ده او ســـتــره ده
ژونـــد لـــکه سندره ده
زړه کې مې ترې يره ده
دا جـــيـنۍ لـــوفـــره ده
تاتـــه يــې څنګ ووايم
زړه کـــې مـــې خـبره ده
تــوره لاس کـې نه ساتم
ســتا دعــا مې زغـره ده
دې جينۍ مې زړه وړى
دا چـې اوس مـنکره ده
مــينه مــينــه نـــه کــوي
هـــســې جـــادوګــــره ده
دا ده د الـــهـــام ســجده
دا ډېــــــــــــــــــره ژوره ده