ځان څنګه ښکلى کړو ؟
ارش ننګيال

تر دې دمه لا د ښکلا پېژندنې لپاره کوم معيار نه دى ټاکل شوى او نه هم د تعريف په تنګ چوکاټ کې ځايېدلى شي، ښکلا يوه الهى ورکړه او پېرزوينه ده، هر څوک د ښکلا لېواله وي ښکلا غواړي او هڅه کوي تر څو ځان ښکلى کړي، د طبيعي ښکلا د ترلاسه کولو توان نه په انسانانو کې شته او نه هم په اوسنۍ ټکنالوژۍ کې خو مصنوعي ښکلا هر څوک تر لاسه کولى شي، يانې جذابيت؛ خو جذابيت کېدى شي په دوو ډولو ووېشو يو طبعي جذابيت او بل هم مصنوعي يا کسبي جذابيت ( راښکون) زمونږ بحث هم په کسبي جذابيت دى، جذابيت له طبعي ښکلا نه ډېر توپير لري او کسبي دى هرڅوک چې وغواړي ځان جذابه کړي کولى يې شي .
کېداى شي يو کس ډېر ښکلى نه وي؛ خو په فوق العاده ډول جذابه وي او يا هم څوک به ښکلى وي خو جذابه نه وي، څرګنده ده چې د کوم يو په څېره کې به ډېر زړه راښکون وي .
خو څنګه کېداى شي جذابه و اوسو؟
ظاهري ښکلا زموږ په جذابيت کې ډېر رول لري، لکه پاکوالى، نظم، سليقه، خندانه څېره، بلا خره د ظاهري بڼې هماهنګي موږ په خپله جذابه کولى شي.
يو شمېر خلک د جذابيت له پاره ډېر کوښښ کوي او داسې يوه نمونه شى له ځانه جوړ کړي چې د خلکو د خندا شي، خو هغه څه چې د جذابيت لپاره اړين دي لکه مخکې مو چې وويل نظافت نظم د ظاهري بڼې هماهنګي او په عين حال کې سادګي، ځکه ښکلا په سادګۍ کې ده ستاسو دظاهري بڼې ښکلا او سادګي ستاسو په ليدونکو رواني تاثير لرلى شي .
ښې پستې په منطق او علم ولاړې خبرې هم ستاسو په ښکلا کې لويه ونډه لري .
يو شمېرخلک ددې لپاره چې ځان جذابه وښيي او د خلکو پام ځانته واړوي په خبرو کې چغې وهي، شور کوي، په لاسونو اوږو او سر خبرې کوي.
په اصل کې دا ډول خلک په غلطه لار روان دي.
ارامي او سکوت يو ډول رواني تاثير لري، په سکوت کې يو ډول خلا رامنځته کېږي چې دغه خلا د جذابيت سبب ګرځي او هغه خلک چې چيغې وهي شور کوي هغوى خپل جذابيت له لاسه ورکوي .
سکوت او آرامي تاسو، با تجربه ، پوه او د اطمينان وړ شخص معرفي کوي او دا هرڅه د صميميت لپاره لاره هواروي.
تل ارامه اوسئ پستې خبرې وکئ دا ستاسې په څېره کې زما مطلوب زړه راښکون زياتولى شي .
سکوت، غوږ نيول، ملايمت ستاسو په راښکون کې ډېر رول لري.
تل مودبه اوسئ چغې مه وهئ په خبرو او عمل کې مودبه اوسئ؛تل خلکوته په درنه سترګه وګورئ . بې ادبي او بې احترامي ستاسو جذابيت له منځه وړي؛ هم په ظاهر کې جذابه و اوسئ او هم په باطن کې .
د خلکو تو هين، په خلکو ملنډې وهل، خلکو ته سپکاوى او په خلکو پورې خندا ناوړه کارونه دي .
تل خپل شخصيت وساتئ او د نورو احترام وکړئ، دابه ستاسو په جذابيت کې پوره ونډۀ ولري، ډېره شوخي ستاسو ذهني انرژي او جذابيت کموي او له بله پلوه ستاسو ددوستۍ پړي پرې کوي .
آرامه او مسک و اوسئ مسکا تاسو ته ښکلا در بښي، مسکا درنښت دى؛ خو خندا او شوخي ستاسو سپکاوى او ددې ټولو تر څنګ خپلوا کي، د ژبې فصاحت، ځانګړې موخې، معين ارزښتونه، په ځان اعتماد، صميميت، ننګ او غيرت درلودل، تاسو په خپله جذابه ښيي.
تل ځان په خپل کنټرول کې وساتئ پخپلې جنسي غريزې او عاطفې باندې واکمن و اوسئ ، دا ستاسو په معنوي جذابيت کې ډېره ونډه لري .
داټولې خوبۍ په ځان کې راوستل د صميميت ستنې دي او په تاسو کې داسې يو قوت پيدا کوي چې ستاسو شتون به په خلکو پوره اخيزه کوي او ډېر مينه وال به ولرئ؛ خو اوسمهالي ارواپوهان يوه بله خبره کوي، وايي: هندارې کې بار بار کتل ځان ته د متوجه کېدلو په مانا دي او ورسره خپل ځان تلقين کول، چې زه ښکلى يم؛ د ارواپوهنې له نظره په انسان کې د خپلې ښکلا د محسوسولو په مانا دى، يو حديث شريف کې راځي چې کله تاسې هندارې ته ودرېږئ دغه دعا ولولئ ( الهم انت حسنت خلقي فاحسن خلقي ) ژباړه : خدايه تا زه ښکلى پيدا کړى يم؛ خو اخلاق مې هم ښه کړه، ددې حديث نه نه هم مالومېږي چې مونږ ته په هنداره کې د کتلو پر مهال پکار دي خپل ځان  تلقين کړو چې مونږ ښکلي يو او هر انسان ښکلى دى، تاسې په دې باور ولرئ چې په دنيا کې هيڅ انسان بدرنګ نشته هغه بېله خبره ده، چې يوڅوک د بدرنګوالي احساس وکړي، زموږ په پېغمبر نازل شوى کتاب، قرآن همدغه پيغام ورکوي .
خداى پاک وايي چې ( انسان مې ښکلى پيدا کړى دى ) . ؛ نو هندارې ته بار، بار کتل او ځان تلقين کول زمونږ په دين کې هم اړين ګڼل شوي.
د نوې ارواپوهنې او نويو څېړنو له نظره د انسان په وجود کې داسې پټ او پېچلي اسرار شته چې انسانان يې له کشفولو نه عاجز پاتې شوي دى ؛ نو که چېرې يو کس بار، بار هندارې ته وګوري او ځان تلقين کړي، په انسانانو کې داسې قوت هم شته چې د وخت په تېرېدو سره په ځان کې ښکلا، چې د جذابيت او زړه راښکون په مانا ده پيدا کړي.

 

 


 

 

 

 

ارش ننګيال