غزل

چــې مــسکى دى چې له ځان سره غږېږي
دا پــه خــيال کــې د جــانــان ســره غږېږي
پــه غـــزل کـــې يـــې د زړه د پــرهــر چيغه
لـــه کـــاڼۀ، کـــاڼۀ جــهـــان ســـره غــږېـږي
ستا د ســترګـو په مسکا کې مينه ګوري
چـــې زړګـــى مــې لــه ارمــان سـره غږېږي
بــس د کــلي جــينکــۍ ســتايي لــګياوي
چـــــې د کــــلــي هــلکــان ســـره غـــږېـــږي
د غــربت د ســتړې ورځـــې حــال يې ووې
ســـتړي، ســتړي مــزدوران ســره غـــږېږي
دا جــلال چې يې په سترګو کې راټـول دى
دا لـــه خپــل څــيرې ګــرېوان ســره غږېږي
ددې ښار په شور کې ورک الهام تــه ګوره
لــه خـــامـــوشــه بــيابــــان ســره غــږېـــــږي

نصرت الهام