محمد عيسى جانان ، تکړه ممثل شاعر او ليکوال

 

محمد عيسى جانان ، د کابل ولايت  د ده سبز ولسوالۍ   دى ، د کابل د پولى تخنيک نه يې د دپلوم انجنرۍ سندر اخيستى دى .
يو تکره اکټر او اداکار دى ، د خپل مسلک انجرۍ د کارونو تر څنګ په خپلو هنري کا رونو بوخت دى .
د کونډۍ زوى ډرامه چې په شادګل مشهوره ده په هغې ډرامه کې هم کله چې شادګل يو هوټل ته ننوځي نموړي پکې د هوټلي د شاګرد رول لري .  (( چې د ماما اوزه دې ده زما په سر يې وتړه ! لوده ! ))

دبي بي سي په تعليمي ډرامه نوى کور نوى ژوند کې د ( ګل خان ، فلاور خان ) رول په غاړه لري ، چې ډېر ښه يې پر مخ بيايي  او د همدې ډرامې د ثبت او اډټ چارې هم پر مخ بيايي .

همدارنګه يې په يو څو افغاني فلمونو کې هم کار کړى دى چې لا تر اوسه بازار ته نه دي راغلي او په بهرنيو فستوالونو کې د ليدونو لپاره وړاندې شوي دي . ددې لينک په کليک کولو سره د دغې فلم ( دهيلو پسرلى ) ټرېلر کتلاى شئ .
http://springofhopethefilm.com/
پاتې دې نه وي چې په يو افغاني هنري او مشهور سريال (( شرين ګل و شېر آغا )) کې يې هم د پام وړ رول لوبولى دى .

ښاغلي عيسى جانان يو تکړه شاعر هم دى ، دا شعر به يې ډېرو خلکو اورېدلى وي .

ځي په تللو تللو کې ستنه شي راته وخاندي
زه له غمه زيړ شمه دا شنه شيراته وخاندي
 
دا وه د ښاغلي جانان پېژندنه ، اوس يې يوڅو انځورونه هم وګورئ

 

 

 


 

 

 

www.tolafghan.com/thanda

ځلمى هنر مند