غــــــزل

نصرت الله الهام

پسرلى راغى باران ورسره نشته

الهام څه کوم چې ځان ورسره نشته

مين نه دى چې د اوښکو په لار نه ځي

ژوندى نه دى چې ارمان ورسره نشته

چې انسان وي انسانيت ورسره نه وي

مسلمان نه دى ايمان ورسره نشته

امريکه د امريکې سره راغلې

رنگ د گران افغانستان ورسره نشته

ښکلي ډېر دي د دنيا په دايره کې

ستا په رنګ او ستا په شان ورسره نشته

دا الهام به نو د چا تصوير کې ورک شي

لېونى دى بيابان ورسره نشته

نصرت الها م --- کابل ٢٠٠٨--١--١٢