غــــــزل

شاه سعود سعود

ما نه مه جوړوه ما تر امتحانه

هسې نه چې خيانت شمه له ځانه

هم د خاورو نه جوړيږي رڼاګانې

هم د ځمکې سلسله ده تر اسمانه

ګمنامي به مې د مخ نماېنده کړي

څوک به راشي بی نموده بی نشانه

خاموشۍ سره وجود له منځه نه ځي

ګل هم دغه شانتې ښه دی بی زبانه

بیړه مه کوه منزل د ټولو یو دی

صبر وکړه قافله ده راروانه