غزل

رفيع الله نيازی

زړۀ مې ماشوم شو رانه غواړي د څنګل خوبونه
نن يې وريږي پۀ خاطر کې د يو ګل خوبونه

يو ځل مې بيا پۀ خپله غېږه کې راونغاړه لږ
ز ما يا ديږي ستا د زلفو د ځنګل خوبونه

پۀ ټټر ځای ورکړه چې مينه مې دمه شي لږه
پرېږده چې وکړي څو شېبې دې  پۀ ګوګل خوبونه

ګوندې دا ستا د ټيکري پيڅکه جوړه شوې وی زۀ
چې يو څو ورځې مې وی کړي پۀ اوربل خوبونه

سم ورته ووايه نيا زيه ګوره يار دې يمه
څو به کوې ورسره تۀ د چل او ول خوبونه