غزل

اتل خوږياڼى

د ژوندون تازه ګلاب راسره شته دى

تسپې هم لرم شراب راسره شته دى

ورته وايم به چې تا غوندې مين وم

بس همدغه يو ثواب راسره شته دى

را نيږدې شه چې خولګۍ ته در نيږدې شم

ستا د هر يو سوال ځواب راسره شته دى

که څپو ، څپو اخيستى يم ډاډه يم

زه مين يمه حباب راسره شته دى

څوک مې نه بولي (اتل) د ژوند د فلم

يو تصوير د انقلاب راسره شته دى