راليږونکی :عطاالله فريد
د راليږونکي پته :ataullah.farid@gmail.com
نيټه : 03-01-2008


ښاغلی نصرت الله ته
وروره ولی ضد کوی او دخپل سايت څخه هغه بد او داخلاقی معيار نه لری مضامين نه پاکوی زه ستا په سايت کی ددی مضون يو سخت منتقيد يم او دی ته هم حاضر يم چی فزيکي برخورددرسره وکړم بله داچی اکثره خلک دا وايی چی الهام دکوم چا نه پيسی اخيستی او په پښتنو پسی بدی ردی ليکی ايا پښتون يی ؟ که پښتون يی نو خپله پښتونولی ثبوت کړه او خپلی ژبی او قوم پسی بيا داسی څه مه ليکه چی تاته پری خلک په غصه شی .
بله داچی هيڅ مسلمان بل مسلما ن په بد نوم نه يادوی ځکه خدای تعالی فرمايی چی تاسی د کافرو بتان په بد نوم مه یادوی چی هغو به ستاسی حقيقی خدای په بد نوم يادکړی نو که پښتون نه یی کيدای شی مسلمان خوبه وی مسلمانی وظيفه دی اجراکړه او هغه مضمون چی ستا وقار ته يی هم زیان ورسوه له خپل سايت څخه پاک کړه .
په مينه
 

 03-01-2008
Add to Calendar

 

ګران عطاء الله فريد صيب زما له مينې او په ځانګړي توګه د پښتنې مينې او خلوص نه ډک سلامونه ومنه .

زه هم مسلمان يم هم پښتون يم ، پښتو او پښتون مې داسې خوښېږي لکه خپل ځان . په دې دې هم بايد و پوهوم چې زه يو قام پرسته او چې بېخي يې درته په ګوته کړم پښتون پرسته او پښتو پرسته پښتون يم .

د شاعرانو او ليکوالانو د پښو خاورې يم او په ځانګړي توګه زه خپله د نيوکې او کره کتنې سره ډېر جوړ يم او هيڅکله نه پرې خپه کېږم .
او بيا ستا په څېر با احساسه پښتانه خو مې بيخي ډېر خوښېږي .
ستا نيوکه يا انتقاد په سر سترګو خو که دې راته ښودلي واى او را په ګوته کړي دې واى  چې دغه فلانۍ خبره يا مضمون ستا په وينا د پښتنو په ضد دى ډېر به ښه ځکه و چې زه اوس ستا دغه ايميل لولم هسې يوه ټوکه راته ښکاري ، دا سمه ده چې مونږ بايد نيوکه او کره کتنه وکړو خو دا هم بايد رانه هېره نه وي چې د کره کتنې په نامه هسې ټاپې لږول نه دي پکار ، د خپلې خبرې د تاييد لپاره او ددې لپاره چې د کرکتې په نوم يې اپلتې نه وي ويشتې يو دليل ته هم اړتيا ليدل کېږي چې دغه خبره په دغه دليل زه ورسره جوړ نه يم که د منلو او د تاييد وړ وي هر څوک يې تا ييدوي .


په تنده بلوګ کې مايوه لنډۍ په ليکه کړې وه .

جولاګان ښه دي غم يې نشته
ورک دې پښتون شي لکه سپي کوي جنګونه .

دغه لنډۍ يو اولسي امانت دى دا سمه ده چې ما نه دې لنډۍ د خپراوي پر مهال د همدې خبرې يادونه پاتې وه چې ليکلي مې واى (( په دغې لنډۍ خپل نظر وليکۍ )) يا (( تاسې ددې لنډۍ په هکله څه وايئ )) خو ما دا فکر کاوه چې د کمپيوټر او انټر نيټ سره بلدتيا ولري هغه خو به په نيمه خا مخا پوهېږي .
هغه کسان چې په انټر نيټ کومې ادارې ته خپله CV ليږي د هغوى د select کېدلو چانست هم زيات وي.

خو اوس چې ما ته دا ښکاره شوه ، چې خبره داسې نه ده نو که په راتلونکي کې داسې څه چې غواړم د خلکو فکر يې په اړه مالوم کړم ترسره کوم  ارو مرو به يې په ګوته کوم چې تاسې په دې باندې خبرې وکړئ .
خو په همدې تبصرو او خبرو کې داسې يو نيم کس پيدا شي چې زمونږ زړه د تبصرو او د يو مطلب د کره کولو نه را تور کړي .
د همدې اميل د ځواب سره چې ښاغلي فريد رالېږلى دى زما عاجز دا يوه غوښتنه که ومنئ او هغه دا چې د يو مطلب د پيکه کولو لپاره تبصره مه کوئ او کوښښ وکړئ چې مطلب وځلېږي او را وسپړل شي .

په مينه او ادب
ورور مو نصرت الله الهام
www.tolafghan.com/thanda