د بينظير بهټو د وژنې پړه پر پښتنو واچول شوه
ليک : محمد اسماعيل عندليب اسلام آباد
که څه هم پښتنوته زيات خنډونه او مشکلات دهغوۍ سرتيزۍ ، جذباتو، تر يو څه حده ناپوهۍ او د نړيوالو سره په يو رفتار سفر نه کولو پيدا کړي خو ددې نه زيات ورته د بهر نه متوجه دي ځکه پښتانه په خپل شا او خوا کي ددوستانو نه دښمنان زيات لري هغه که د افغانستان په هغه اړخ کې اوګورو نو څوک د لوى تاجکستان خبرې کوې او څوک هم د ايراني پښتون دښمنه دوستانو په لومو کې راګېر دي کله افغانستان د ايران او تاجکستان همژبې هيواد کڼل کيږي او کله هم د پښتنو د ځپلو د پاره د پيسو وسلو مشاورينو او د منظمو پروګرامونو او نقشو ورکولو نه هم دريغ نه کيږي يا خو د ازبک هزاره تاجک فارسيوان او پښتون خبره را پورته کيږي او يا هم ډنډورې غږول کيږي چه پښتنو د هغې ځاى د اصلې اوسيدونکو ځمکې په تيرو حکومتونو کې په زور نيولې د سر شميرنې په وخت هم مشکلات او درغلې او د ټول ټاکنو په وخت کې هم په بمبارۍ کې هم پښتون مري او ژوندى هم پښتون بيول کيږي .
او که دي بل طرف ته اوګورو نو هم د پښتون حال کوم د ډاډ وړ نه بد نه بلکه بد تر دې او هغه داسې چې د پاکستان د وجود سره سم د پښتنو بد بختي پيل شوې د صوبې نوم تر اوسه نه دې معلوم او هماغه د انګريزانو N W F دې ، د پښتنو په طبعي منابعو پنجاب منګولې خښې کړي لکه اوبه بجلې ګاز........ د ورسک ډيم زياته برخه بجلې د پنجبيانو په خدمت کې مصرفيږي او دبند په جوړيدو سره ځمکې د پښتنو لاندې شوې او اوس د کالا باغ ډيم د ټولو پښتنو د خوښې بغير د جوړيدو په درشل کې دې چې ددي د جوړيدو سره د پښتنو ټوله سيمه د اثر لاندې راځې هغه که په صوبه سرحد کې وي او که په جونوبې پښتونخوا کې هغه اسانتياوې چې په نورو صوبو کي شته د پښتنو علاقې ورڅخه محرومې دې په نورو صوبو کې پښتنو په داسې سترګه کتل کيږې لکه دوى چې د پاکستان برخه نه وې وژل کيږې زورول کيږې او بي عزتې يې کيږې د توروريستانو په سترګه ورته کتل کيږې کله خو وايې چې دلته اسامه دې بمباريږې او کله هم وايې چې دلته د تروريستانو تم ځايونه دې فوځونه ورليږل کيږې وژل کيږې بې کوره کيږې کله په يوه بهانه او کله په بله بهانه هغه که په وزيريستان کې وې که په سوات باړه باجوړ مينګوره او بنو کې وې او اوس خو چارسده او نوښار هم د توروريستانو د مرکز په زمره کې را ځي ځکه چې په چارسده کې د پاکستان په پخوانې داخله وزير او د پيپلز پارټۍ شيرپاوګروپ په مشر افتاب احمد خان شيرپاو دوه ځان مرګې حملې وشوې چې په لسګونو بي ګناه پښتانه پکې د مرګ کومې ته ورولويدل ددې نه مخکې په نو ښار کي د پاکستان د مذهبې ډلو د ګډ ګوند (متحده مجلس عمل ) په غونډه يوه ځان مرګې حمله شوې وه چې عاملين يې تراوسه معلوم نه شول او همدارنګه په ٢٨ د ديسمبر هم په سوات کې په يو انتخاباتي مرکز حمله وشوه چې لس کسان پکې مړه شول.
دا ټول هغه څه وو چې خاص د پښتنو په ځمکه شوې او هدف يې هم پښتانه وژل ځورول او د هغوې پر سيمه کې نا ارامې را پيدا کول وو ددې لپاره چې خپل اهداف پرې حاصل کړې يا په بله اصطلاح چې خپل حکومت مستحکم او د غربې نړۍ څخه پري شاباسى پيسې او په حکومتي کچه تائيد تر لاسه کړې.
ددې لپاره چې خبر رانه بلې خوا ته لاړه نه شي غواړم چي اصلې موضوع ته راشم او هغه دا چې د روانې مياشتې " ديسمبر " په ٢٧ اوه ويشتمه د پنجشنبې په ورځ د ماښام او مازديګر تر منځ د پاکستان پيپلز پارټۍ مشره بينظير بهټو د پنجاب د راولپنډۍ په ښار کې واقع د لياقت باغ نه بهرهغه وخت ووژل شوه کله چې هغه د خپل انتخابې کمپائن په سلسله کې هلته (لياقت باغ ) يوې جلسې ته د وينا کولو لپاره راغلې وه د جلسې د ختميدو نه وروسته هغه د جلسې نه را ووتله په خپل موټر کې سپره شوه چې په دې وخت کې د هغې حاميانو د هغې په حق کې نعرې او شعارونه شروع کړل هغه خپلو مينه والو ته د جواب ورکولو په خاطر د خپل موټر د چت د کړکۍ له لارې راښکاره شوه چې په همدې وخت کې په هغې باندې د تومانچې درى ډزې وشوې او دهغې نه وروسته يو بم وچاوديدو چي کم ترکمه دوه ويشت کسان پکې مړه شول او يوډير شمير پکې ټپيان هم شول چې دهغې له جملې څخه د پيپلز ګوند مهم غړي هم وو ، زما ليکنه هم دهمدې واقعې پر شا او خوا را څرخې او هغه داسې چې ددې پيښې نه وروسته محترمه بينظير بهټو په پينډۍ کې هسپتال ته وويوړل شوه چي په هسپتال کې يې ساه ورکړه ددې د مرګ خبر ددې هسپتال يو مشهور ډاکټر ډاکټر مصدق ورکړو چې ددې نه وروسته د هغې مړې اول اسلام اباد ته او بيا د هغې نه وروسته کله چې د هغې ميړه اصف علې زرداري د خلپو بچيو سره اسلام اباد ته را وريسېدو د هغې جسد يې په سند کې د هغې پلرني کلي ګړي خدا بخش بهټو ته وويوړو چيرته چې هغه د خپل پلا په څنګ کي خاورو ته وسپارل شوه.
د بينظير بهټو مرګ په ملې او بين المللې سطحه تقبيح شو او دا ځکه چې هغه يوه ځيرکه او په نړيواله سطحه منل شوې سياستواله وه او د پاکستان په سياست کي يې ډير مهم رول لرلو خوددې د مرګ نه وروسته د خلکو سره او بالخصوص د ګوند د مشرانو او کشرانو سره ډيرې پوښتنې را پيدا شوې ايا دا په سر د ګولۍ د لږيدو له کبله مړه شوه؟ او که د بم د چاوديدو په سبب مړه شوه ؟ دا چا مړه کړه؟ او ولې يې مړه کړه ؟ دا هغه پوښتنې چې په سياسې حلقو کې ډيرې اوريدل کيږې ، او دا ټول هغه څه دې چې د پرويز مشرف د حکومت په وړاندې د تعجب نښان جوړوې ، ددې وژنه د ټولو هغې حفاظتې اقداماتو سره سره چې د پاکستان حکومت هغې ته برابر کړې وو حکومت دې ته مجبورکړ چې خپل ځان ته يو مبرر پيدا او ددې پړه په يو چا ورواچوې تر څو ځان ته د وړو پوزه کيږدې .
په سر کې هر څه وويل شول ډاکټر مصدق کوم ته چې دا په ټپي حالت کې هسپتال ته وروړل شوې وه وويل چې د هغې په سر کې ګولۍ لږيدلې او او بله ګولۍ يې په مرۍ کې لږېدلې چې له امله يې دهغې د ساه اخستو نلونه ورپرې کړې وو او هغې نه شول کولاۍ چې ساه واخلې ، همدا رنګه د پيپلز ګوند د اطلاعاتو سيکرټرې شيري رحمان هم وويل چې هغه په سر په مرمۍ لږېدلې او د نورو عينې شاهدانو د خولې هم دا وويل شول چې هغه وژونګې اول په تومانچه وويشتله او بيا وژونکي خپل ځان هم په بم والوزولو .
ددې د مرګ نه وروسته حکومتې حلقي د سوال لاندې راغلې نو هغوې مجبور شول ترڅو خلکو ته يو داسې څه ووايې چې هغوې په دې قانع کړې چې دا يو توروريستي عمل وو او د عاملينو د نيولو هڅې يې روانې دې نو د همدې مقصد لپاره د پاکستان د داخله چارو د وزارت وياند بريګيډير ريټايرډ جاوېد اقبال چيمه صحافيانو ته په يو پريس کانفرانس کې وويل چې مخترمه بهټو نه خو په مرمۍ لږيدلې او نه د چاودنې په وجه مړه شوې بلکه کله چې ډزې وشوې نو هغه وارخطا شوه اوډير په عجله کې يې ځان په خپل موټر کې وغورځوو چې په همدې وخت کي د موټر د چت د دروازې يوه وسپنه د هغې په سر کې ننوتې چې مرګ يې د هغې نه واقع شوې.
د اقبال چيمه د کنفرانس نه مخکې ډاکټر مصدق هم يو بل خبري کنفرانس ورکړو چې په هغې کې د خپلې لمړۍ خبرې نه چې د هغې په سر او مرۍ کې ګولۍ لږيدلې منکر شو او ويويل چې د هغې په جسم صرف يو زخم وو چې هغه د سر وو او تقريبا څلور يا پينځه انچه وو چې دا د مرمۍ نه دې ځکه مرمۍ دومره زخم نه پيدا کوې او بل دا چې د مرمۍ په وجه د سر په مخکې طرف هم زخم راځې چې ددې په تندي کې کوم زخم وجود نه لرلو او بل ټپ مونږ نه دې پيدا کړې د همدې ډاکټر د وينا په حواله يو خبريال د اقبال چيمه نه پوښتنه وکړه چې ايا ډاکټر ته څه ضرورت وو چې هغه بل کانفرانس ورکړو او خپله خبره يې بدله کړه نو هغه په هغه دغه جواب ورکړو چې اطمنان بښونکې نه وو ، د اقبال چيمه د کنفرانس په ځواب کې د پيپلز ګوند د اطلاعاتو سکرټرې شيرې رحمن د ديسمبر په ٢٩مه وويل چې ما بهټوته غسل ورکړې او د هغې په سر کې ګولۍ لږيدلې وه او حکومت دروغ وايې او حکومت دې هر څه زمه وار دې بايد ځواب ورکوړي.
ددې ټول هر څه مطلب دادې چې حکومت دا ثابتول غواړې چې سره ددې چې وژونکې تر موټر پورې رسيدلې وو خو بيا هم وژنه د هغه د لاسه نه ده شوې بلکه د هغې زخم نه شوې چې د هغې په سر د موټر سره د جنګيدو له امله راغلې وو خو که انسان خپله فکر وکړې نو دا فيصله کولاى شې چې مرګ د څه نه واقع شوې دا خبرې ټولې د پاکستان د حکومت پوري اړه لرې چې ولې دا ظاهرول نه غواړې چې مرګ د وژونګې په ډزو شوې او که نه د چاودنې نتيجه ده.
دا د هغې د مرګ د سبب په باره کې د پيپلز د ګوند او د پاکستان د حکومت څرګندونې وې بل طرف ته دا سوال چې دا چا او ولې مړه کړه نو هغه د چاخبره چې وايې دسپاک شته چې هر څوک لاس ورباندې پاک کړې دلته بيا د پښتنو کمبختى راغلو او هغه داسې چې د بهټو د مرګ ټوله پړه پر پښتنو ورواچول شوه ددې نه مخکې هم کله چې بينظير بهټو د اتو کالو جلا وطنۍ نه وروسته په ټولټاکنو کې د برخې اخستلو په نيت د روان کال د اکتوبرپه ١٨مه خپل پلرنې وطن صوبه سند ته راورسيده او د قائد اعظم مزار ته روانه وه نو هم ددې په جلسه کې يوه چاودنه شوي وه چې هغه هم په پښتنو اړول شوې وه چې ګوندې په دې حمله کې د وزيرستان د طالبانو لاس د ې چې مشرې يې بيت الله مسحود کوې چې بيا وروسته هيڅ حقيقتونه د هغې په باره کې منځ ته رانغلل دا ځل هم د پاکستان حکومت خپله دروغجنه پاليسې برقرار وساتله او د پښتون قوم په باره کې نړيوالو ته د غلط او بد تصور ورکولو نه ېې دريغ ونه کړو د پاکستان د داخله چارو د وزارت وياند جاويد اقبال چيمه وويل چې دا حمله بيت الله مسحود کړې او د هغې د وژلو مسؤل طالبان او القاعده دې او ددې سره يې خبريالانو ته هغه ټيپ شوې اواز هم واورولو چې دده په وينا يو اواز د امير صاحب چې بيت الله مسحود دې او دوهم اواز د هغه د يو مولوې دوست دې کوم چې ددې کار قومانده په لاس کې لرله ، په دې مکالمه کې مولوې صاحب بيت الله مسحود د بهټو د قتل نه خبروې او دوې يو بل ته مبارکې ورکوې او په هغې کې د هغه کسانو نومونه هم ښايې چا چې حمله او ځان وژنه کړې چېمه دا هم وويل چې د پاکستان ځيې نور سياسي مشران هم د القاعده هدف ګرځيدلاى شي چې په هغې کې يې د نواز شريف مولانا فضل الرحمن پرويز مشرف او............ نومونه هم واخستل چې د القاعده له طرفه ورته خطر متوجه دې.
ددې نه وروسته د پيپلز ګوند ځينې مشرانو دا ټولې خبرې رد کړې چې د هغې د جملې نه فرحت الله بابر وويل چې په دې حمله کې د بيت الله مسحود ښکيلول د حکومت کار دي او هغه اوياهم القاعده دا کار نه دي کړي بلکه ده په هغه لمړۍ حمله کې هم د بيت الله مسحود دخل رد کړو او ويويل چې کله حقائق مخ ته راغلل نو مسحود د هغې نه برې شو....
د بې نظير بهټو ميړه اصف علې زرداري وويل چې حکومت د القاعده په ښکيل کولو سره اصلى څيرې پټول غواړې او د جنګ اخبار په حواله چې د هغه اشاره حکومت ته وه...........زردارې دا هم ويلې وو چې بهټو خپلو مخالفينو په ټاکنو کې د شکست له ويرې وژلې ده چې دا بيان د ټولو نه واضح او ښکاره دې چې ايا په ټاکنو کې د هغې مخالفين څوک وو.........؟
د متحده مجلس عمل يو مشر لياقت بلوچ ويلي وو چي حکومت ددي وژنه د القاعده په کاته کې اچول غواړې خو داسي نه ده ...........
د پيپل ګوند يو بل مشر اصف احمد علې په ډاګه وويل چې دا القاعده او ياهم بيت الله مسحود نه بلکه د پاکستان اجنسيو مړه کړې ده او پړه يې په هغوې اچول کيږې ..............
همدا رنګه په ديرشم د ديسمبر د بيت الله مسحود وياند مولوې عمر وويل چې دا کار مونږ نه دې کړې مونږ په ښځو حملې نه کوو او دا ټول د حکومت دروغ دې چې مونږ پوري يې تړې ده ويلې وو چې دا يوه شخصې او سياسې وژنه ده ځکه ددې نه مخکې ددې پلار او دوه ودونه هم وژل شوې او ددې وژنه هم دهماغې وژنو يوه کړۍ ده...................
ځينې شننوکو هم د پاکستان په دولتې تلوېزيون کې د حکومت په طرفدارۍ خبرې کولې او ويل يې چې دا داسې حملې دې لکه څرنګه چې په افتاب شير پاو باندې په صوبه سرحد کې وشوې اوهغه به هم يوه ورځ د داسې يوې حملې قربانې کيږې ........
يو بل يې وويل چې دا حمله په NWFP کې ځکه و نه شوه چې تروريستان دا وښېې چې مونږ په هر ځاې کې چې وغواړو کار کولاې شو ، چې ددې خبرو څخه داسې معلوميده چې د تروريستانو اصلې ټاټوبې د پښتنو علاقې دې.
ددې ټولو نه وروسته ټول هغه څه چې د بهټود مرګ نه مخکې او وروسته شوې دا ښېې چې په دې کې د پښتنو ښکيل کول د يو خاص مقصد د پاره شوې او دا سې واضح او ښکاره دلائل شته کوم چې دا په ډاګه کوې چې د هغې مرګ د يو منظم پلان او د يو سياسې مقصد د پاره شوې چې دي ته په دې صورت کې بيا حادثه او تصادف نه بلکه د ډير مخکې نه د يو جوړ شوې پروګرام عملې کول وايېې او هغه ځکه :
ددې د مرګ نه څو ورځې مخکې په جنګ اخبار کې د هغې د حفاظت په باره کې يو راپور خپور شو چې پکې ويل شوې وو چې د محترمې بهټو ټوله حفاظتې عمله جعلې ختلې او هغې ته برابر شوې هر څه نا کاره دې .
هغه چې کله لياقت باغ ته راغلې وه نو هلته د پوليسو موجيدېت نه وو تر ستدګو شوې چې هغې خپل خاوند زردارې ته چې په دوپۍ کې وو په ټيليفون خبر هم ورکړې وو خو هغه هيڅ هم نه شول کولاې.
د هغې پارټې مسلسل د پنجاب د پوليسو سره په رابطه کې وه خو رابطه ناممکنه وه هغوې نه غوښتل چې ددې سره په دې ورځ کې تماس ونيسې .
هغې ته جامر ( هغه اله چې په هغې سره بم شنډيږې ) نه وو ورکړل شوې سره ددې چې هغې غوښتې هم وه او ددې جامر د نه مرکولو نه وروسته د اقبال چيمه دليل دا وو چې جا مر نه شې کولاى يو غير فعال بم شنډ کړې او ځان مرګې د بم هغه وخت فعالوې کله چې يې الوځوې مطلب دا که هلته جامر موجود هم وې نو ددې بم شنډونه ناممکنه وه .
ددې نه سيوا ميرمن بهټو ته څه داسې اشاري هم ورکړل شوې وې چې تاته خطر دې لکه هغه څو ځله جلسو ته د تګ نه منع شوې هم وه چې دا بايد جلسو ته لاړه نه شي .
دمرګ نه لږ مخکې د افغان جمهور رئيس سره د کتنې څخه هم منع شوې وه په دې دليل چې بيا به داسې ويل کيږې چې د امريکې يو مزدور د امريکې د بل مزدور سره وکتل چې دا ټولې د بعضې شنونکو په اند هغې ته د بهانو جوړولو مترادف دې .
بينظير بهټو پخپله هم دا محسوسه کړې وه چې په پاکستان کې د هغې ژوند ته خطر دې ځکه خو يې د اولې حملې نه وروسته وصيت هم ليکلې او خپلې کورنۍ ته يې ورکړې وو ، افغان ولس مشر کرزې ته يې هم خپل ژوند ته د متوجه خطراتو په باره کې ويلې وو .
د حکومتې بيانونو د پيپلز د ګوند د وينا ګانو د ازادو تجزيه نګارانو د خبرې رسنيو د راپورونو په رڼا کې او د انسانې عقل د استعمال نه وروسته دا فيصله کول ډير اسانه دې چې ايا د ميرمن بهټو د مرګ رابطه د القاعده طالبانو ابالخصوص د بيت الله محسود سره څه ده حال دا چې بيت الله محسود هغه څوک دې چې کله خو هم د حکومت نيول شوې عسکر را خوشې کوې او کله هم د حکومت سره صلح کوې کله يې حکومت په تروريست نوموې خو د نيولو کوښښ يې نه کوې که چېرته دا د پښتنو په خلاف ښکاره دسيسه نه وې نو د هغه سره د سوات د مولوې فضل الله نوم ولې اخستل کيږې هغه مکالمه چې ددوې په ګمان د بيت الله مسحود او د هغه د يو قومندان اوازونه دې څنګه دومره زر ممکنه شوه چې سبت هم شې او خبريالانو ته هم واورول شې ايا دا ممکنه نه ده چې داسې يوه جعلې مکالمه جوړه او نوم پري د بيت الله مسحود کيښودل شې او ددې نه علاوه که څوک دا اوازونه او مکالمه واورې نو پوه به شي چې د پردې تر شا څه دې او څه روان دي .
او په دې باندې هر عاقل او د فکر خاوند پوهيږې چې د دې واقعې سر کوم ځاى ته وځې او ددې يو مثال زمونږ په مخکې دې او هغه دا کله چې د ميرمن بهټو مړې د سند ايالت ته وړل شوې وو نو د پيپلز د ګوند حاميانو د پنجاب په خلاف نعري شوروع کړې وې چې اصف علې زردارې هغوې منع کړې وو ځکه هغه پوهيده چې دا د چا کار دې او د څه لپاره شوې شايد حکومت ددې لپاره هم پړه په بيت الله مسحود او يا په طالبانو اچول غواړې تر څو د پنجاب او سند تر منځ تاو تريخوالې پيدا او يا موجود زيات نه شې دا څنګه کيدلاى شې چې د هرجرم زمه وران دې پښتانه وې هغه که د پاکستان په هر ګوټ کې وشې او ددې خو دا د پښتنو بې چارګې ده چې د سر سړې نه لري او په يو ټغر را غونډ نه دې ځکه خو داسې ناخوالې پرې تيرې شوې تيريږې او رازې به .
محمد اسماعيل "عندليب"