سپين سره مې نه لګي  ، سپين دى د ريا رنګ
سپين دى د کفن رنګ ، سپين دى د فنا رنګ
سپين دى د ټګۍ دستار ، سپينې د سپي سترګې دي
سپين  يې جال او سپين يې دام ، سپين دى د ملا رنګ


تور دى د شيطان لباس ، توره د انکار توره
تورې د غم سترګې دي ، تور دى د بلا رنګ
تورې د مرګ پنجې دي ، تورې د بو داړې دي
توره د ماتم جړۍ ، تور دى د ژړا رنګ

سور دى د ګلاب او د وصال او د خمار رنګ
سره ده د ځوانۍ نشه ، سور دى د بهار رنګ
سور دى  د پالنګ او د خوبونو د دلدار رنګ
سور تورو غمونو کې د حسن او رڼا رنګ

شنې د غني سترګې دي ، شين دى د وفا رنګ
شين د چمنونو او فصلونو او ځلا رنګ
شنه د اميد پاڼه ده ، شين دى د سبا رنګ
شين دى د سپرلو د خوشحالو او د خندا رنګ


 

لېونى فلسفي غني خان 

 

دلته يې اورېدلى شئ

http://www.mastana.net/music/index.php?p=Sardar%20Ali%20Takar/Rangeen%20SaQi/Spin%20Sara%20Mi%20Na%20Lagi.wma&l=8&m=1

 

 

Asia,Central Asia,Afghan Ethnicity,Afghanistan,Coat Of Arms,Color Image,Cloud,Cloudscape,National Flag,Wind,International Landmark,Clipping Path,Flag,Three-dimensional Shape,Unity,Patriotism,Waving,Wave Pattern,Curve,Sky,Pole