غزل

 

خندا او خوشحالۍ مې د فرياد ګاڼه پر تن
د هرې يوې ساه مې ستا د ياد ګاڼه پر تن
دا ستا د زلفو کفر او  زما  مومنه   مينه
نه  پيغله  د  تاتار  ده د بغداد   ګاڼه  پر تن
زه خود ، د پېښور د سپيرو  دښتوپه لور لاړم
چې ښکلو  د کابل کړه د  فساد  ګاڼه پر تن
چې ته لکه هندو دسومنات په مخ کې خم شوې
ما هم لکه محمود کړه  د جهاد  ګاڼه  پرتن
چا  بيا دي  د دوزخ  د ديوالو  ډبرى  ايښې
ور واچوله  دهر   د شداد     ګاڼه  پر   تن
هغه به عندليبه   شي  خوږه  لکه  شيرينه
چي ته لکه ملنګ کړې د فرهاد ګاڼه پر تن


محمد اسماعيل (عندليب)