ماشومانو ته د کيسو ويل
د نړۍ نامتو اروا پو هانو ويلي : چې ماشومانو ته د کيسو لوستل يا ويل د هغوی د مغز د تکامل سبب کېدلی شي، ماشومانوته د کيسو ويل سر ه ددې چې د خپل پلار او مور غږونو سره بلديږي. خبرې کول هم زده کوي ،او کلمې سمې او بشپړه ادا کولی شي، کيدای شي چې يو شمېر خلک په دې اند وي چې ماشومان خو په هيڅ نه پو هيږي او نه متوجه کيږي نو ولې ورته کيسې ووايو،حال دا چې د ماشومانو ماغزه زده کړې او منلو ته تيار وي، هغوی دا خوښوي چې د خپل مور او پلار غږونه واوري او له چاپيرايال سره بلد شي.
ميندې او پلرونه چې کله خپلو ما شومانو ته د لوبو سامانو نه يا هم کوم بل څيز راوړي پکار ده چې نومونه يې هم ورته وښيي، کله چې ماشومان هر ډول خبرې کوي نو خبرې يې مه پرې کوئ ، پريږدئ چې هر ډول يې چې تلفظ کوي ودې کړي مطلب چې هغوي ته اسانه وي. اروا پوهان وايي : ماشومان د نارينو په نسبت د ښځينه وو خبروته ښه ځواب ورکوي.هغوی دا هم وايي ، چې له ماشومانو سره د هغوی په ژبه خبرې کول دماشومانو ويينګ( تلفظ) ته کوم زيان نه رسوي. خو ميندې او پلرونه بايد له ماشومانو سره په خبرو کې هغه لغاتونه وکاروي چې غټان يې په خپلو خبرو کې ترې استفاده کوي خو د ماشوم په ژبه.
کار پوهان وايي: له څلور و مياشتونه وروسته په ماشومانو کې پينځه حسه غبرګون ښيي. د ماشومانو نظر يا (ديد) له څلور مياشتونه ورور سته د زياتيدو په پړوا کې وي، يانې متحرکو شيانو پسې سترګې ګرځوي. همدا رنګه ميندې او پپلرونه بايد څو مياشتې ورور سته د خپلو ماشومانو داوسيدو فضا تغيره کړي. تر څو نورې فضا ګانې وويني. او د کورنۍ له نورو غړو سر اشنا شي. همدا رنګه ماشو د رنګ او پيچلو عکسو په ليدو خوشاليږي، نو ښکارده چې مو ږ خپلو ماشومانوو ته کتابونه ،مجلې د کيسو ټولګې چې غټ او روښانه عکسونه ولري راوړ، دا ځکه چې دا کار په ماشومانو کې د بلدتيا (اشنايي) او په ماشوم کې د عکس العمل سبب کيږي، دا هم د يادونې وړ ده چې په ماشومانو کې د اوريدو ځواک د خبرو کولو تر ځوا ک حساس وي ،ځکه خو له خبرو اترو سر ه ډيره مينه ښيي، او غواړي چې ډول ډول غږونه واوري او د هغو پر وړاندې خپل عکس العمل ښکاره کړي. ان تر دې چې تقليد هم کوي او دمور او پلار هڅونې ته سترګې په لار وي.
پکار ده چې د ماشومانو نظر يا ( ديد ) تل تحريک شي تر څو هر څه په خپلو سترګو وويني. همدا رنګه خپل ماشومان پرېدئ چې هر څيز لمس کړي .ګرمي.يخني . پوستوالی، کلک والی او داسې نور مطلب چې زيان ورته ونه رسوي. تر څو ددغو شيانو پر وړاندې خپل عکسالعمل ښکار ه کړي. ددې حس د بيداره کو لو لمړۍ لاره داده چې ماشومان په غيږ کې ونيول شي .هغو ي سره مينه وشي. تر څو هغوي دا حس کړي چې له دوي سره مينه لرئ ،او هغوي ځان په امن کې احسا سوي.
د کيسو اغيزه په ماشومانو
کيسې او داستانونه د ماشومانو د شخصيت په بشپړه کولو کې ډير ه ونډه لري، د کيسو له لارې ماشوم ښه ،بد او د اخلاقدو په ارزښت پو هيږي، زړورتيا، ملګرتيا . او ډولونه يې، پيژني ، اميداواري، ازادي، غيرت ، پلوي ،حق ، همدا رنګه د زور زياتي يا دغم پر مهال اسقامت زده کوي، دا هغه څيزونه دي چې د يوې کيسې په محتوا کې وي.
هغو ماشومانو ته چې کيسې ويل کيږي هغوی هيڅ کله هم نه ويريږي. کله چې ماشومانو ته کيسې ويل کيږي نو هغوی خپل ځان د هاغه ښه، مثبت او مرکزي کرکتر په رول کې ويني ، د هغه په کړو وړو فکر کوي . او د هغه د برياليتوب په تمه وي ، په دې مانا چې ماشومان په کيسو کې ذهني ونډه اخلي. نو ايا تر دې به نورې ښې ګټې د ماشومانو لپاره وي؟ د ښکلا پيژندنې حس په ماشومانو کې هغو ی شاوخوا سيمو ته متوجه کوي، ماشومانو ته د ښو عادتونو زده کول په هغوی کې د ازادۍ يانې استقلال او نوښت سبب کيږي او دا هر څه د کيسو له لاري هم اسانه هم ارزانه او هم ګټور تماميږي..
آرش ننګيال