خوشال هم وهابي شوى دى   خاطره

يادونه : دغه خاطره ښاغلي خوشحال خليل رالېږلې ده چې د نوموړي د ژوند ريښتونې کيسه ده.
(( تنده))

دننګرهار ولايت د حصارك ولسوالۍ په بازار كې هغه وخت تر شپيتو ډېر دوكانونه  وو.لويديز لوري ته يې جامع جومات او د ولسوالۍ ودانۍ ولاړې دي .په دې بازار كې تر نورو لوى د دوه دروازو والا دوكان بيا ما له خپل ملګري نقيب الله سره په ګډه جوړ كړى و. داچې بازار د ولسوالۍ په خوله كې  و، دطالبانو هر فرمان او حكم لمړى د بازار په دوكاندارانو پلى كېده .
زما دوكان د ځوانانو او له ښارونو نه د راغليو زړو مامورينو له پاره د بنډار تر ټولو ښه ځاى و. له يوې خوا زموږ كاروبار ښه و. له بلې خوا مو يو (شينګ)  ځواني خلكوته ښوده، ځكه مو په كې شين چاى او كله ناكله هندواڼې او خټكي بادول .موږ ته نژدې دملا حسين  دوكان وچې خلكوبه ملا ګرنټ باله  د خلكو په وينا، دا چې د جهاد په كلونوكې به  يې چانټه له ګرنټنو ډكه وه نو دا نوم يې له هماغه وخته ګټلى و. موږ ته به يې په جومات كې لمونځ هم  راكوو. ملا سره موږ د دوكاندارۍ په سر رقابت درلود. په ښكاره به يو بل ته موسك موسك كېدو، خو په زړونوكې سره پوهيدو، ملا ته زموږ بنډارونو خوند نه وركاوه نور يې څه په  وس پوره  نه وو، خو تر اذان وروسته به يې په ټول بازار غږ وكړ (( هلۍ مسلمانانو دوكانونه بندوۍ وخت د جمعې دى !!)) په دې توګه به يې ښوده چې څومره مهم  دى، موږ به اكثره لاندې چينو ته د لمانځه له پاره تلو. ملا ګرنټ څو ځلې د امربالمعروف چارواكوته زموږ په اړه  شكايت كړى و چې دا كسان په ده پسي لمونځ نه كوي. لكه ده ته چې   په  ټول بازار كې  همداموږ ډېر بيلمازه ښكاريدو. زموږ د دوكان مخې ته به ولاړ و، دلمانځه جار به يې غږاوه او زموږ بنډار به يې نيم ساعت له مخه ړنګاوه .ملا سره سم په شنه غم اوښتي وو،په ديني مسئلو سربيره  به يې   د شريعت غږ راډيو خبرونه هم موږ ته بيانول . كه به مو خبره ورسره غبرګوله، له توره يې ويريدو نه پوهيدو څنګه ځنې ځان خلاص كړو.
په دې ورځو كې ولسوالۍ ته يو نوى قاِِضي راغلى و. د سيمه ييزو ملايانو په منځ كې داسې ګنګوسې وې  چې ګواكې نوى قاضي وهابي مزاجى دى،كله چې مې له نوي قاضي سره اشنايي پيدا شوه نو ومې ليدل چې په ريښتيا سره هغه  ډېر عالم او فاضل بنيادم دى .  په كويټ كې يې اسلامي زده كړې كړې وې. سيمه ييز ملايان يې خبروته د ټينګې نه وو. نوى قاضي به ورځ كې يو ځل دوكان ته سر را ښكاره كاوه او زموږ  په بنډاركې به راګډيده،يوه ورځ مې ورنه پوښتنه وكړه چې
 له اذان نه وروسته  يو بل اعلان چې هلئ وخت د جمعې دى  دا كار د دين له نظره څنګه ګڼئ ؟
قاضي صيب وويل چې د لمانځه له پاره فقد يو اعلان كېږي چې هغه اذان دى،.دا بل اعلان په دين كې يو نوى شى دى چې موږ ورته بدعت وايو. دغو بدعتونو زموږ دينداري شرمولى ده. ځكه خو اكثره خلك په شرك اخته  دي.

ماورته وويل چې ملا ګرنټ صيب خو هره ورځ همداكار كوي . قاضي وويل هغه خو عامي دى.نالوستى دى.ښه ده چې راياده دې کړه زما خوايله اوس ورته پام شو.خپلو ساتونكيوته يې وويل چې ور دې شي   او ملا ګرنټ دې راولى. ما ورته په عاجزۍ سره وويل  كه تاسو ورته زما په دوكان كې څه ووايئ نو بيابه دا هرڅه له مانه  انګيري. قاضي صيب وويل چې زه دې غم نه كوم زه  به ورسره جوړ شم.كله چې يې  ملا   ګرنټ راووست ورته يې وويل : بيا دې په بازاركې غږ وانه ورم او زياته يې كړه چې مسلمانانوته دغه ټولې ستونزي د ((خلاصې)) ملايانو پيدا کړي دي !
 له دې سره مې دملا له شره ځان خلاص كړ.خو يو څو ورځې وروسته مې كتل چې خلك راته رډ رډ ګوري او څه نه  وايي. زه نه پوهيدم چې خبره څه ده. په دې كې يو ملګرى رانژدې شواو  ويې ويل: په بازار كې اوازه ده چې خوشال وهابي شوى دى !

خوشحال خليل