غزل
محب الرحمن محب

بيا يې له شونډو د وختونو انتقام اخلي
زلمی هوس مې نن مچکې له ګلفام اخلي

لامې دمينې ښاريېې ته رسېدلی نه يم
لامې نظر دچا دسترګو په لور ګام اخلي

دايې دزړه کاله کې ځکه ډېوه بله ساتي
دچا راتلو ته انتظار ده دچا پام اخلي

لمره ته بيا دچا په لېچو باندې خوب وړی يې
له مازديګر نه رڼا ګانې تور ماښام اخلي

اوس يې کاته دچا په سترګو پسې نه ګرځېږي
دژمي سيوری دی لږ ساه اخلي ارام اخلي