راليږونکی :دوست محمد(ځونډی)
د راليږونکي پته :dost.sharanwal@yahoo.com
نيټه : 10-06-2008
غزل
د زړګي درد پکې راټول کړم يو غزل وليکم
پورته پۀ سر باندې کنډول کړم يو غزل وليکم
د زړۀ پر شنۀ آسمان زرينه سپوږمۍ وزنګوم
تر ېنه چاپېر د اوښکو شپول کړم يو غزل وليکم
ما ته دا ستا دګلابي شونډو پۀ رنګ وبرېښي
پورته له خاورو نه غاټول کړم يو غزل وليکم
ژيړ مازديګر، يو شين ګودر څوجینکۍ پرې پنډې
بس جوړ رنګين غوندې ماحول کړم يو غزل وليکم
ځونډيه! چيرته چې تېرېږ ي يوه ښکلې په لار
وږی نظر ورته کچکول کړم يو غزل وليکم
10.06.2008
- نصرت الهام
پاتې شه باران دی
پيل به په يوې خاطرې وکړمموږ اته تنه ملگري په يوه اپارتمان کې د مساپرۍ ژوند تيروو. کورونه مو په ولاياتو کې دي، خو په کابل کې وظيفې لرو. هر يو سهار په اته بجې په خپل کار پسې ځي او مازديګر بېرته سره يوځای کيږو. د شپې تر ناوخته ويښ يو. څوک خبرې کوي، څوک تلويزيون ګوري، څوک څه ليکي او ځيني هم د مطالعې شوقيان دي. څه موده مخکې اشپز د ماخستن ډوډۍ تياره کړه، ملګري په دسترخوان سره راټول شول، خو زم...
16.06.2008
- نصرت الهام
غزلمحب الرحمن محب
بيا يې له شونډو د وختونو انتقام اخليزلمی هوس مې نن مچکې له ګلفام اخلي
لامې دمينې ښاريېې ته رسېدلی نه يملامې نظر دچا دسترګو په لور ګام اخلي
دايې دزړه کاله کې ځکه ډېوه بله ساتيدچا راتلو ته انتظار ده دچا پام اخلي
لمره ته بيا دچا په لېچو باندې خوب وړی يېله مازديګر نه رڼا ګانې تور ماښام اخلي
اوس يې کاته دچا پ...