پاتې شه باران دی


پيل به په يوې خاطرې وکړم
موږ اته  تنه ملگري په يوه اپارتمان کې د مساپرۍ ژوند تيروو. کورونه مو په ولاياتو کې دي، خو په کابل کې وظيفې لرو. هر يو سهار په اته بجې په خپل کار پسې ځي او مازديګر بېرته سره يوځای کيږو. د شپې تر ناوخته ويښ يو. څوک خبرې کوي، څوک تلويزيون ګوري، څوک څه ليکي او ځيني هم د مطالعې شوقيان دي. څه موده مخکې اشپز د ماخستن ډوډۍ تياره کړه، ملګري په دسترخوان سره راټول شول، خو زما دکوټې ملګری لا نه و راغلی، ورغږ مې کړ، له يوڅه ځنډ وروسته راغی، درې _ څلور ګولې يې ورپورته کړې او بېرته په بيړه ولاړ شو. ما د ډوډۍ د خوړلو ورته وويل، خو ده راياده کړه چې يو کتاب يې موندلی او لولي يي.
حيران شوم، ځکه ده دومره کتاب نه کوت او له مطالعې سره يې نه وه جوړه. کله چې ماخستن ناوخته خپلې کوټې ته راغلم، ملګري مې لا کتاب سترګو ته نيولی و.
پاتې شه باران دی
ليکوال مصطفی سالک
ملګري مې راته وويل چې دا کتاب تر اوسه درې ځله چاپ شوی دی .
ما دا  کتاب تر دې دمه نه و لوستی، د کتاب لوستلو ته مې تلوسه ډيره شوه، ځکه موږ داسې لږ کتابونه لرو چې دوه درې ځله دې چاپ شوي وي. له نيکه مرغه سبا ته جمعه وه، ما هم کتاب را واخيست، په يوه ساه مې ولوست او په دې وپوهيدم چې دا کتاب په بيا بيا چاپيدو ارزي.
لومړۍ به د کتاب نوم ته راشو.
پاتې شه باران دی
د هرې ليکنې په تيره بيا د ناول او لنډې کيسې لپاره د سم او پرځای نوم ټاکل ضروري ده. نوم بايد يوه تلوسه ولري، معنی پکې نغښتې وي او لوستونکی ور جذب کړي. نوم د کتاب په پلورلو کې هم بې اغيزې نه دی، ځکه دا ګرانه خبره ده چې يو څوک دې کوم کتاب تر اخستلو مخکې ولولي او چې خوښ يې شو، بيا دې يې پيسې ورکړي، ډير خلک پر يوه کتاب د نوم له مخې قضاوت کوي، که يې خوښ شو اخلي يې او که نه خپله لار وهي . له بل لوري د ځينو ناولونو او لنډو کيسو نومونه داسې دي چې په خپله نوم د کتاب محتوا تشريح کوي، په بله مانا يواځې نوم کافي دی چې د کيسې په لنډيز پوه شو او له زړه نه مو د کتاب د لوستلو تلوسه ايسته کړي.
نيمه خوا مينه، شهيده ناوې، ارمان يې خاورې شو او داسې نور، هغه نومونه دي چې  لوستونکی د نوم له لوستلو پوهوي چې په ناول يا هم لنډه کيسه کې به څه وي؟ څه به پيښيږي او پای به يې څنګه وي. که څه هم د کتاب محتوا سل په سله هماغسې نه خيژي لکه څنګه چې لوستونکي فکر کړی وي، خو بيا هم د لوستونکي په ذهن کې د هغه فلم غوندې راګرځي لکه د دوهم ځل لپاره چې يې په تکرار ډول ګوري  او اوس يې ځيني صحنې هېرې وي.
شهيده ناوې: که نور نه وي د لوستونکي په ذهن کې خو دا راګرځي چې يوه ناوې به مړه کيږي او ارمانونه به خاورو ته ورسره وړي.
ارمان يې خاورې شو:  دا نوم مو پوهوي چې يوڅوک به يو ارمان لري او خپل ارمان ته به نه رسيږي.
نيمه خوا مينه: دا هم همداسې ګڼلی شو.
دا ډول نومونه کيسه بې خونده کوي، لوستونکی ستړی کيږي او دکيسې د پاتې برخې لوستلو ته زړه نه ښه کوي.
خو پاتې شه باران دی. دا نوم په خپله يوه مرموزه تلوسه لري، يو شاعرانه کيفيت پکې پروت دی او لوستونکی هڅوي چې کتاب تر پايه ولولي.
کله چې ما کتاب را واخيست، نو له هماغو لومړيو څو کرښو يې پوه شوم چې د ښاغلي سالک د شعري تخيل سيوری، د ده په نثر هم پروت دی. که څه هم چې د کتاب ژبه يو څه شاعرانه ده او په عادي ژوند کې څوک د شعر په ژبه نه غږيږي، خو بيا هم سړی نه ستړی کوي، خوند ترې اخلي او پر ذهن ښه لګيږي. له بل لوري د داستان راوي او څو مرکزي کرکترونه داسې خلک دي چې له شعر او شاعرۍ سره يې جوړه ده، د رحمان با با او خوشحال خان خټک ډېر شعرونه يې له يادو دي او له شاعرانه خبرو خوند اخلي. ځکه نو که د دغو کرکټرونو ډيالوګونه په شاعرانه ژبه وي،  دومره بد نه ورسره ښکاري، خو که ليکوال د کليوالو خبرې په ساده او کليوالي ژبه ليکلې وای، نو د کتاب نثر ته به يې لا ښکلاه وربښلې وای.
د ليکوال د نثر يو بل کمال دا دی چې ښه انځور لري او ځينې سيمې راپيژني. ما د کندز ولايت نه و ليدلی. دوه کاله مخکې په لومړي ځل کندز ته لاړم او په کليو وګرځېدم، احساس را ولوېد چې دا خلک پېژنم، د دوی له خوی سره بلد يم، رواجونه يې را مالوم دي او په دغو شنو کروندو او د خټکو  په پاليزونو کې پخوا هم ګرځيدلی يم. علت يې دا و چې ما اوه اته کاله مخکې د ښاغلي شپون صاحب د لنډو کيسو ټولګه (بنګي غاړه) لوستې وه او دې کتاب له دغو خلکو سره په نابلدۍ کې بلد کړی وم.
پاتې شه باران دی، نومې کتاب هم تر يوې اندازې همداسې يو انځور لري. ما په خيال کې سوات، پيښور او د سپين غره لمنې وليدې، په ذهن کې مې د هسکو غرونو سپينې څوکې حک شوي دي ، شنو درو ته ور ننوتم او د خړو کورونو انځورونه مې لا اوس هم تر سترګو تيريږي. خو که ليکوال د خلکو ژوند، دود اوکلتور او چاپيريال يو څه نور هم تشريح کړی وای، تصوير ته به يې لا ښکلا وربښلې وای.
را به شو د ناول موضوع ته. د پاتې شه باران دی موضوع په دريو برخو ويشلی شو. لومړۍ برخه يې د مهاجرت په دوران کې د يوه عصري ښونځي چاپيريال، د کرکټرونو نومونه، د هغوی ځانګړنې، خويونه او څيرې راپېژني.
دوهمه برخه يې د يوې پاکې او سوځنده مينې په اړه ده چې يو ځوان د يوې پيغلې په مينه کې تر جنونه رسيږي او دريمه برخه يې له تراژيدي څخه ډکه ښکاري چې په شکست ختميږي.
ښه او کاميابه موضوع هغه ده چې د ډيرو خلکو په ژوند پورې يا په مستقيم او يا هم په غير مستقيمه توګه اړه ولري، خلکو ته د هغوی خپلې او يا هم د نورو خاطرې ور په زړه کړي او خپل اوسنی يا هم تير ژوند پکې وويني. پاتې شه باران دی نومي ناول په يوه پاکه مينه راڅرخي، مينان ستونزې ويني او بلاخره په شکست ختميږي.
ښاغلي سالک د ناول له پاره يوه ښه موضوع انتخاب کړې او له يوې نوې زاويې يې کيسه پرې کښلې ده . په دې ناول کې ډير خلک خپل ژوند کتلی شي. ځوانانو ته اوسنۍ خاطرې وريادوي او په عمر پاخه خلک هم خپلو پخوانيو يادونو ته ورګرځوي. ځکه نو د دې کتاب د لوستونکو د ډېروالي يو قوي علت شايد دا وي چې د هر عمر لوستونکي يې خوښوي او په مينه يې لولي.
په دې ناول کې د کرکټرونو احساسات په دقيق ډول انځور شويدي، ليکوال د هغوی د ظاهري شکل په اړه دومره نه دی غږيدلی، خو کمال يې دا دی چې لوستونکی د خپلو کرکټرونو په زړونو کې کينوي او د هغوی له زړونو څخه نړۍ او په ځانګړي توګه مينې ته ګوري. له بل لوري ليکوال په خپله بې طرفه پاتې شوی، د ښه او بد حکم يې نه دی کړی، ده د خپل قلم په زور ټول قضاوت لوستونکو ته پريښی او هر څه، ښه او بد يې د کرکټرونو په اعمالو کې څرګند کړېدي، چې دا ديوه تکړه ليکوال د مهارت نښه ده.
په دې ناول کې تلوسه په طبيعي توګه ساتل شويده، لوستونکی تر پايه ورسره وړي پيښې يې منطقي دي او په حقايقو راڅرخي، د لوستونکي فکر له جملو سره يو ځای روان وي، څوک نه پوهيږي چې اوس به څه کيږي، راتلونکې پاڼې به يې د څه په اړه وي او په وروستيو برخو کې به يې کومې جملې ليکلې وي.
ماته ټول کتاب خوند راکړ، په تيره بيا د کتاب وروستۍ پاڼې مې ډيرې خوښې شوې. يوه نجلۍ په ډيره عادي توګه د ځينو رواجونو قرباني کيږي، په هيلو يې خاورې اوړې او لوستونکی د هغې راتلونکې ژوند ته په فکر کې لويږي. دا هم ديوه کاميابه ناول او يا هم لنډې کيسې د برياليتوب نښه ده چې په پای کې لوستونکی فکر کولو ته وهڅوي او يادونه يې تر ډيره په ذهن کې پاتې شي. 
ښاغلي سالک له يوه تلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلې و چې د کتاب د ليکلو په وخت کې يې يواځې څلور ساعته استراحت کړی او نور يې ټول کتاب په يوه ساه ليکلی دی. له دې معلوميږي چې ښاغلی مصطفی سالک د شعر تر څنګ په نثر ليکنه کې هم پوره مهارت لري او په لنډه موده کې ډير څه ليکلی شي، خو په ناول ليکنه کې ډېرتحقيق او پوره وخت ته ضرورت دی، نه پوهيږم، فکر کوم فرانسوي ليکوال بالزاک و چې د يوه ناول د ليکلو پر مهال يې بايد يو اس د خوب پر مهال انځور کړی وای، دی نه پوهېده چې اس به څه ډول خوب کوي ، په ولاړو او که په پرتو، خرهاری به يې خيژي  او که نه؟ سترګې به يې رڼې وي که پټې؟ ځکه نو د دغو رازونو د مالومولو لپاره ليکوال يوه شپه تر سهاره د اسونو په غوجله کې تېره کړه، څومره چې موږ د يوه اثر په ليکلو کې فکر او څېړنه وکړو او په سړه ساه يې وليکو، په هماغه اندازه به مو ښه ليکنه کړې وي، په هر صورت ، پاتي شه باران دی نومي ناول  په پښتو ژبه کې يوه ښه او ګټوره زياتونه ده  او موږ د ښاغلي سالک صاحب  د نورو ليکنو په تمه يو.
د ده د لابرياوو په هيله
مننه
نصيراحمداحمدي