ګولۍ ولاړه
دورېــــځو شــــاتـــه، ســپوږمـــۍ ولاړه
په هـــــاغــــه وره کـــې ، جــــينــۍ ولاړه
دوې کوچۍ پېغلې، سترګې يې څار کړي
پـــــرې د پيــــــچــــکې ، کـېــږدۍ ولاړه
ماښــــام نـــــږدې دى ، يـوڅوک به راشي
انـــتــــظار ســـپــينه ، خـولګــۍ ولاړه
دلتــــه يــــوځـــوان ، خـولې کړې پاکې
تــــر څــنــــګ يـــې لــويه ګــــاډۍ ولاړه
خــــلــــتې د ژاولو ، پـــاپــــړو تـــــشــې
پکـــــې غــــنم اوس ، بــــوجـــــۍ ولاړه
لمــــونـــځ يــــې ادا کړ ، تـوره کوټه کې
يـــــــوه ســــــر تـــوره ، بــــــــوډۍ ولاړه
پـــر پــــاک قـــران يـې، لاسونه ايـښي
ده غــــــــوړېــــدلـــــې ځــــولـــۍ ولاړه
د يـــــو ســــر خــــېر ، ټکـو کې غواړي
دعـــاد هـــــســـک پــــر ، بــــــلۍ ولاړه
ستــــومـاني لاړه، زلمى باغ ، باغ شو
مــــخې تــــه يې موسکه، غوټۍ ولاړه
زرکــــه قـــفـــس کـې ، شوه په ټوپونو
پــــښو تـــه يـــې خړه ، ګونګرۍ ولاړه
وږي وزه يـــــې ، لاســــونــــه ګــــوري
تــــــر شــــاه يـــــې زېړه ، سېرلۍ ولاړه
سهار نيږدې دى ، د وره ټک ، ټک شو
زلـــــــــــمـــــى ور ووت، غــــــدۍ ولاړه
پردي ټوپک دي ، پردۍ درېشۍ دي
د داســــــې خــــــپلو ، ډلــــــګۍ ولاړه
هـــغه يـې بوتلو ، کور چيغو واخيست
د هــــر مــــيل خــولې ته ، ګولۍ ولاړه
ماښـــــام نـــــږدې دى ، جيـــــنۍ ولاړه
مــــــين يــــې نــــــشته ، ګـــاډۍ ولاړه
پر شــــنه ګړي يې، اوښکې ور لويږي
د اوبــــو تـــل کـــې ، ســپوږمۍ ولاړه
کـــلونـــه تېر شول ، خو په دې زړه کې
نــــه خــــوځي ، ټـــولــــه نــــــړۍ ولاړه
نوراجان بهير