غزل

ارش ننګيال

ته چې راغلې مړ دې نۀ کړم

نو چې لاړې مړ دې څۀ کړم

ګوتې شمېرم لېونى يم

له خپل ځان سره خوالۀ کړم

لاس مې مه نيسه ذاهده

دا چې بد کومه ښۀ کړم

چې جانان پرې خپه کېږي

هغه نۀ کړم، هغه نۀ کړم

خلک هرڅه ، هرڅه وايي

زه مې خوښه د خپل زړۀ کړم

د سرو شونډو شرط دې څه دى

ته يې وايه چې يې وۀ کړم

چې يې غواړم هغه نه شي

هغه کېږي چې يې نۀ کړم

چې مې خوښ دى هغه نشته

دا چې شته دى دا به څۀ کړم