راليږونکی :دوست
د راليږونکي پته :numandost75@yahoo.com
نيټه : 23-03-2008


افتتاح

ليکه خلک ولاړ وو ، يو تن چې نيکټايي په غاړه کې ټالۍ وهلې له چاکليټو او شيرينيو ډک پتنوس په لاس کې نيولى و او مخکې وروسته کېده .
مخامخ يو سره پټۍ بنده وه، رييس صاحب چې تورې عينکې يې تندي ته پورته کړې وې ، تازه يې له خولې سګرټ وغورځو او له نورو رامخکې شو :
حاضرينو !
هميشه د موسسو او انجوګانو په فعاليتونو نيوکې کېږي ، يو شور ګډ دى چې انجوګانو وطن لوټ کړ ، د ملت په نوم راغلې پيسې يې وخوړې او ...
هغه ، چې په سترګو کې يې د غرور خندا ښکاره شوه ، مخامخ پټۍ ته يې لاس ونيو :
نن موږ د يوه داسې پول پرانيسته کوو ، چې زموږ د کارکونکيو په بېسارو هلو ځلو جوړ شوى دى ، په دغه شان پُلونو خامخا په زرګونو ډالر لګېږي .
هغه څنګ ته ولاړ کس نه لويه قيچي راواخيسته ، راټول کسان يې پټۍ ته نږدې راوبلل .
قيچي په پټۍ خوله ښخه کړه ، پرې شوه او بيا داسې لاسونه وپړکېدل لکه د ٢١ مې پېړۍ له کومې نوې اختراع چې پرده پورته شوې وي .
يو ولاړ سپين ږيري غږ کړل : رييس صاحب ! په دې پول به يواځې موږ تګ راتګ کوو ، که د موټرو زور هم لري ؟
رييس په غرور وويل : ټانګ خو پرې تېر کړئ ! او بيا له همدې خبرې سره يې خپل موټروان ته اشاره وکړه .
کروزين ورو- ورو را روان شو، غره هار يې د لاسونو په پړکا کې ورک و ، چې کله يې مخکيني ټايرونه پله ته ورسېدل پول ولړزېد ، د سمټو ټوټې او کاڼي ترې را ولوېدل موټر وان ترې خيز کړ .
راغلو کسانو لاسونه په سترګو کېښودل او رييس صاحب د سيند په څپو کې خپل موټر ته حيرانې – حيرانې کتلې .

کابل, د وري څلورمه
محمد نعمان دوست