غزل

نصرت  الله  الهام

 

عقل هسې د حالاتو بنديوان دى

محبت زما د زړه د کلي خان دى

يو مين د چا ديدن پسې راوتى

سره غرمه کې ستړى ، ستړى راروان دى

په جهان کې په زرې پسې څوک نه ځي

په زره کې هم صحرا ده هم جهان دى

لا په ناز د پېغلتوب خبره نه ده

لا ساتلى يې په سترګو کې توپان دى

د سجدې لپاره دا دنيا پيدا ده

محبت مې هم پښتو ده هم ايمان دى

د دنيا د بازار کوم ستم به وايې

چې قيمت لري هغه پکې ارزان دى

اى الهامه عشق څه رنګه مانا کړم

هغه څه دي چې يې ګټه کې تاوان دى

 2008--3--23 : کابل

 

 د تندې سره اړيکه