غزل

نصرت الله الهام

درد دې وم دوا دې راته ونه وې

غلې شوې اشنا دې راته ونه وې

ښه شوه چې وعده دې قيامت راکړه

ښه شو چې دنيا دې راته ونه وې

دا منم چې زړه دې راته ووې خو

هسې په خندا دې راته ونه وې

سترګو کې دې اوښکې مسکۍ نه شولې

سپينه او صفا دې راته ونه وې

زه دې په خوبونو کې راځم که نه

اى الهامه ! دا دې راته ونه وې

٢٠٠٨--٣--٢٥