راليږونکی :حميد احساس
د راليږونکي پته :h_ihsas@yahoo.com
نيټه : 24-03-2008
غزل
حميد احساس : دوبۍ
ته چې له مينې نفرتونو بام ته وختلې
زما د زړه په پرهرونو بام ته وختلې
ماچې صفت ستادښايست په هرمحفل کې وکړ
ځان درنه ورک شو د نازونوبام ته وختلې
لاخو پيوند نه دي زما هغه زاړه زخمونه
ته مې لا بيا هم په زخمونو بام ته وختلې
د جانان ياده ما د زړه په ځمکه وکرلې
شين شوې دزړه په دېوالونوبام ته وختلې
26.03.2008
- نصرت الهام
غزل
نصرت الله الهام
درد دې وم دوا دې راته ونه وې
غلې شوې اشنا دې راته ونه وې
ښه شوه چې وعده دې قيامت راکړه
ښه شو چې دنيا دې راته ونه وې
دا منم چې زړه دې راته ووې خو
هسې په خندا دې راته ونه وې
سترګو کې دې اوښکې مسکۍ نه شولې
سپينه...
27.03.2008
- نصرت الهام
د انسان لېونتوب
طوبى ندا صافۍ
ته پوهېږې لېونتوب هم يو کوچنۍ شانې دنيا ده ستا د فهم درک نه لرې څه رنګينه تماشاده
ډېر غمونه لاس په لاس شي او خندا شي ورنه جوړه سکوت دومره زورورشي چې غوغا شي ورنه جوړه
د هوس له بريده هاخواجوړ د مينې تاج محل شي د ادراک له سيوري لرې مرګ او ژوند سره منحل شي
هلته غم او خوښي دواړه...