د انسان لېونتوب

طوبى ندا صافۍ

ته پوهېږې لېونتوب هم
يو کوچنۍ شانې دنيا ده
ستا د فهم درک نه لرې
څه رنګينه تماشاده

ډېر غمونه لاس په لاس شي
او خندا شي ورنه جوړه
سکوت دومره زورورشي
چې غوغا شي ورنه جوړه

د هوس له بريده هاخوا
جوړ د مينې تاج محل شي
د ادراک له سيوري لرې
مرګ او ژوند سره منحل شي

هلته غم او خوښي دواړه
په يوه نامه يادېږي
دا دستور ددې محل دى
هر يو کس پرې نه پوهېږي

حقيقت دلته يو راز دى
ستا له شوخ نظر نه لرې
ستا له پوهې راوتلى
ستا د خام باور نه لرې

د انسان په لېونتوب کې
يو عجيب شانته عظمت دى
هوښياران يې دوزخ بولي
لېونو ته بيا  جنت دى

دې خزان کې هغه رنګ دى
ستا سپرلى ورنه ځارېږي
هسې نوم يې لېونتوب دى
عقل دلته روزل کېږي

دلته ستا هر يو يقين بس
دګمان په تل کې لوېږي
لکه اوښکې د ( ندا) چې
د ګرېوان په لور بهېږي

 

کابل : کارته نو

 

 د تندې سره اړيکې