نه سحر دی نه جادو !!!!!!

محمد نعمان دوست

په پېښور کې ديوه مداري تماشې ته ولاړ وم ، هغه عجيبه _ عجيبه اود نه منلو کارونه وکړل ، خو وروسته له هرې نندارې به يې ويل : نه سحر دى نه جادو ، د لاس صفايي ده .

هغه وخت زه ماشوم وم او د لاس په صفايي نه پوهېدم ، خو چې کله خپل هېواد ته راغلم او هرځاى مې سياسي او مذهبي مداريان وليدل نو اوس د پېښور د مداري په خبرو لږ لږ پوهېږم .

رښتيا هم زموږ سياستوال نه سحر لري او نه کومه جادو ، بس د لاس چالاکي يې ده او په همدې يې ولس غولولى دى .
د لاس دغو صفاييو اوس له سياسي ستيجونو او ممبرونو پرته چاپي او برېښنايي رسنيو ته هم لاره موندلې ده .
له ځينو ستيجونو او رسنيو د ملي وحدت ، ملي منافع ، اسلام او ... نمايشونه وړاندې کېږي ، خلک ورته حيران وي ، خو په حقيقت کې هيڅ نه وي او د لاس چالاکي وي .

دغه خبرې خو هغه وخت راته يو ځل بيا په ياد شوې چې کله مې نن سهار په دفتر کې د ( مشارکت ملى ) په نوم اونيزه ترلاسه کړه .
د اونيزې کليشې لاندې ليکل شوي : ارګان نشراتي حزب وحدت اسلامى افغانستان .
او بيا د سرمقالې په ګډون له ٢٠ ډېرو سرليکونو لاندې ليکنې ، راپورونه او... چاپ شوي دي .

دغه اونيزه د دوشنبې په ورځ ( دوري پنځمه ) له چاپه راوتلې ده ، په دې کې لاندې سرليکونو لاندې ليکنې خپرې شوي دي :
سرمقاله ( سال نو را با راهبرد نو اغاز کنيم ) ، جشن نوروز در کابل ، احتمال افزايش سربازان فرانسوى در کشور ، جشن دهقان در کابل ، سال نو، اميدها و ارزوهاى نو ، دولت در باتلاق فساد ، ازادى در روايت پارادايمى ، جرايم عليه امنيت داخلى ، نگاهى به روند قانونگزارى در افغانستان ، درخت سبز شد و مرغ در خروش امد ، خاطره يک روز افتابى ، بخوان بنام گل سرخ ، تحرکات اجتماعى در کشور ، تجليل از شهادت استاد مزارى در ولايات ، الو ! مشارکت ؟ طرح رسيدگى به غيبت وکلا ، افغانستان در صدر اجنداى اجلاس بخارست ، افغانستان راه طولانى را در پيش دارد ، ماموريت سازمان ملل در افغانستان تمديد شد ، معاش معلمين مکاتب افزايش مى يابد و ده ها طالب در ارزگان کشته شد .
ښه فکر وکړئ ، سترګې وه موښئ او بيا ځواب راکړئ چې په دې سرليکونو کې مو پرته له فارسى په بله ژبه کوم سرليک تر سترګو شو ؟
ځواب حتماً نه دى .
خو د همدې جرېدې د اتمې او وروستۍ پاڼې په اخره برخه کې د صاحب امتياز ، مدير مسوول او... ترڅنګ داهم ليکل شوي :
بخش پشتو : اسحاق موحدى .
ماته خو په دې کار بياهم هماغه د پېښور د مداري خبره را ياده شوه : (( نه سحر دى نه جادو د لاس صفايي ده . ))
تاسو څه فکر کوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ن . دوست